کورپاڼه / کرکټ / اصغر افغان: څښتن تعالى دې وکړي چې د اختر دا ورځ د سولې زېرى راوړي
اصغر افغان

اصغر افغان: څښتن تعالى دې وکړي چې د اختر دا ورځ د سولې زېرى راوړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ټولو هېوادوالو ته د لوى اختر مبارکي ويلي ده او هيله يې څرګنده کړې ده چې دا اختر دې د خوښۍ، خوشحالۍ، ښېرازۍ، نېکمرغۍ او سولې زېرى راوړي.

اصغر افغان په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، نېکمرغه لوى اختر مو مبارک شه.

هغه ليکي، د مينې او خوښۍ څخه د ډک او نېکمرغه لوى اختر مبارکي د نړۍ مسلمانانو ته او په ځانګړي ډول خپل غيور افغان ولس او هېوادوالو ته وړاندې کوم.

اصغر افغان ليکي، څښتن تعالى دې وکړي چې د اختر دغه مبارکه ورځ افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، صلحې، امن، ښېرازۍ، نېکمرغۍ او سولې زېرى راوړي.

نوموړى ليکي: ((د لوى اختر خوښي او ښادي به هغه وخت نوره هم ډېره شي چې په دې مبارکه ورځ خپل غريب ولس له پامه ونه غورځوو. اختر مو بختور او مبارک شه.))

همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ په خپله پاڼه يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې راشد خان هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده او وايي: ((د لوى اختر رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وايم. په دې هيله چې دا اختر په هېواد کې د سولې او سوکالۍ سبب شي. د خپل ځان او خپل فاميل ډېر زيات خيال وساتئ.))

د ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمت شاه هم ټولو هېوادوالو ته د لوى اختر مبارکي ورکړې ده. هغه ويلي دي، چې لوى اختر دې د ټولو خوشحالي او د سولې سبب شي.

همدا راز شرف الدين اشرف، رحمان الله ګربز، مجيب الرحمان او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي هم هېوادوالو ته مبارکي ويلې ده.

د يادولو وړ ده چې نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى اسلامي هېوادونو کې د لوى اختر لومړۍ ورځ ده، چې د لوى اختر خوشحالۍ لمانځل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد

زمبابوې د افغانستان بوديجه بچت کړه

ليکوال : ابراهيم مومند د شړل شوي لطف الله ستانکزي په مشرۍ د افغانستان کرکټ …