کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: د افغانستان د ٤٠ کلن بحران پاى ته رسولو لپاره مې ډېر اقدامات وکړل
اشرف غني

ولسمشر غني: د افغانستان د ٤٠ کلن بحران پاى ته رسولو لپاره مې ډېر اقدامات وکړل

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې هغه او ټيم يې د افغانستان د ٤٠ کلن بحران پاى ته رسولو لپاره ډېر اقدامات وکړل او د سولې لپاره هم ستر ګامونه پورته کوي، تر څو د سولې په برخه کې ټول خنډونه ختم شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د لوى اختر تر لمانځه وروسته په خپله وېنا کې ټولو هېوادوالو ته د لوى اختر مبارکي وويله او همدا راز وېنا يې هم وکړه.

ولسمشر غني وويل، چې د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کې ما په لومړي ځل اوربند اعلان کړ، چې طالبانو هم بيا ورته ګام پورته کړ. هغه وويل چې دا اوس هم د لوى اختر په درې ورځو کې اوربند دى.

نوموړي وويل، چې د سولې د خبرو د ژر پيلېدو لپاره يې د طالبانو هغه ليسټ، چې دوى ته يې ورکړى و، ٤ زره او ٦٠٠ زندانيان يې خوشې کړل.

هغه وويل، چې دا کار يې د دې لپاره وکړ، چې سولې ته خپله ژمنتيا ښکاره کړي او تلپاتې سولې ته ورسوي. هغه زياته کړه چې د مقابل لوري د کوچنيو ګامونو په پرتله يې ستر ګامونه پورته کړي دي.

ولسمشر غني وويل، چې د طالبانو هغه ليسټ، چې دوى ته يې ورکړى دى، له هغې پرته نن د پنځه سوه طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان کوي. دا هغه طالب بنديان دي چې د طالبانو په ورکړل شوي ليسټ کې نشته او په څو ورځو کې به خوشې شي.

نوموړي وويل، چې د طالبانو په ورکړل شوي ليسټ کې ٤٠٠ داسې بنديان شته دي، چې ولسمشر يې د خوشې کولو صلاحيت نه لري. هغه وويل چې دا په دې معنا هم نه ده چې د يادو بنديانو په تړاو منفي ځواب ورکړي. نوموړي وويل چې په دې تړاو به ولس ته مراجعه وکړي، له هغوى سره به مشوره وکړي. نوموړي وويل چې په دې تړاو به لويه مشورتي جرګه راوغواړي او له مشورې وروسته به پرېکړه وکړي.

ولسمشر غني وويل، چې په بېن الافغاني مذاکراتو کې به د نورو طالب بنديانو د خوشې کولو په تړاو هم بحثونه وشي.

هغه وويل چې د لوى اختر په درې ورځو کې د طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلى يې کړى دى او بيا يې هم ملاتړ کوي. هغه وويل چې امنيتي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې ده، چې په دفاعي حالت کې دې پاتې شي.

نوموړي وويل، چې ولس همدا غوښتنه کوي چې اوربند دې تلپاتې شي. زه هم طالبانو ته د ولس همدا غوښتنه تکراروم، چې اوربند دې تلپاتې شي.

د پاکستان لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه چې کابل ته راغلى و، نو هغه راته وويل چې پاکستان همدا غواړي چې طالبان دې د افغانستان په سياسي بهير کې برخه واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

نريندرا مودي

مودي د بابري جومات په ځاى د رام مندر د بنسټ ډبره کېښوده

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د تاريخي بابري جومات په ځمکه د رام …