کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې لوبغاړو لوى اختر څنګه ولمانځه؟ دلته يې وګورئ
راشد خان او قېس احمد

د ملي لوبډلې لوبغاړو لوى اختر څنګه ولمانځه؟ دلته يې وګورئ

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د لوى اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه. د نورو هېوادوالو تر څنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم دا اختر ولمانځه، که ځينو له خپلو کورنيو سره ولمانځه، خو ځينې بيا په دې ورځ هم په نورو هېوادونو کې و او ځينو نورو هېوادونو ته د راتلونکو سياليو لپاره سفر درلود.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان که څه هم سهار وختي خپلو مينه والو ته د اختر مبارکي ويلې وه، خو وروسته يې يوه ويډيو هم خپره کړه او ټولو هېوادوالو ته يې د اختر مبارکي وويله.

د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي او د نړۍ غوره توپوهونکي راشد خان هم بيا لوى اختر په خپل هېواد کې لمانځلى دى. هغه د اختر په ورځ خلکو ته مبارکي ويلې ده او د زيړې غاړې درلودونکي تور کالي يې د اختر لپاره کړي دي، چې په ډېر ښکلى پکې ښکاري.

د ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکى بيا د اختر په ورځ ويسټ انډيز ته د کارابين پريمئير ليګ لپاره روان شو، خو هغه د تګ نه مخکې خپل ځينې عکسونه خپاره کړي دي او هېوادوالو ته يې د اختر مبارکي ويلې ده.

د ملي لوبډلې بل ځوان ورو توپ اچونکى قېس احمد، چې په دې وروستيو کې يې واده هم وکړ، په سپينو کاليو کې د لوى اختر ښکلي عکسونه خپاره کړي دي او خپلو ټولو مينه والو ته يې د لوى اختر مبارکي ورکړې ده.

د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى ګلبدين نايب، چې اوسمهال په امريکا کې دى، هم له يو ښکلي عکس سره په خپله فېسبوکپاڼه کې خپلو مينه والو ته د لوى اختر مبارکي ويلې ده.

د ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي حميد حسن که څه هم د لوى اختر په ورځ خپل کوم عکس نه دى خپور کړى، خو په خپله پاڼه يې خپلو مينه والو ته د لوى اختر مبارکي ورکړې ده.

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم بيا لوى اختر له خپلې کورنۍ سره لمانځلى دى، هغه په خپل فېسبوک کې د خپلو بچو سره عکسونه خپاره کړي دي او خلکو ته يې هم د اختر مبارکي ويلې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …