کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ليکوال او شاعر اکاډميسن سلېمان لايق ومړ
سلېمان لايق ١

ليکوال او شاعر اکاډميسن سلېمان لايق ومړ

د پښتو ژبې ستر ليکوال او انقلابي شاعر اکاډميسن سلېمان لايق د ټپونو له امله د جرمني په يو روغتون کې د ٩٠ کلونو په عمر ساه ورکړه.

نوموړى تېر کال د کابل په شش درک سيمه کې په يوه پېښه کې سخت ټپي شوي و، چې له هغه وروسته څو ورځې په کابل کې په روغتون کې بستر و او بيا جرمني ته يوړل شو.

څو ورځې وړاندې هم د ارواښاد د مړينې په اړه اوازې خپرې شوې وې، خو نن د لوى اختر په ورځ هغه د جرمني په يو روغتون کې ومړ، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست رييس ډاکټر محمد ظاهر شکېب د دې خبر پخلى کړى دى.

د يادولو وړ ده چې ارواښاد سلېمان لايق په ١٩٣٠ کال کې د اکتوبر په ١٢مه نېټه د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارګوټي په اېمني خېلو کلي کې زېږېدلى و.

د سلېمان لايق اصلي نوم غلام مجدد و، هغه د حبيبيې لېسې يو ممتاز او بې سياله زده کوونکى و، خو د کورنيو ستونزو له امله يې په پنځم ټولګي کې ښوونځى پرېښى و، چې وروسته په پغمان کې د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو.

د هغه تر لسو زياتې شعري او نثري ټولګې چاپ دي، هغه د عمر تر پاى پورې انقلابي شاعري کوله او شعر يې ډېره مينه وال درلودل.

د نوموړي يو مشهور نظم (باتور ملت) ځينې شعرونه د پښتو ژبې مخکښ هنرمند جاوېد اميرخېل د يوې سندرې په ډول هم په دې وروستيو کې وويل، چې ډېر زيات مشهور شو.

جاوېد اميرخېل د ارواښاد سلېمان لايق په اړه په خپل فېسبوک کې ليکلي دي: ((هغه بختور هغه رښتونى مسلمان د الله ج دوست سلېمان لايق چې خلکو به ورته کافر ويل، نن د اختر په ورځ له دې فاني دنيا د تل لپاره سترګې پټې کړې. روح دې ښاد اوسه مرشده. له دعا دې بې برخې شو. الله ج دې فردوس جنت ځاى کړه.))

Loading...

دا هم ولولئ

همايون همايون

همايون همايون په (کليمه طيبه) او (کليمه شهادت) کې توپير نه شي کولى

په تېره ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى همايون همايون، چې له طالبانو …