کورپاڼه / کرکټ / قېس احمد، نور احمد او رحمان الله ګربز د ويسټ انډيز ليګ څخه پاتې شو
قېس احمد، نور احمد او رحمان الله ګربز

قېس احمد، نور احمد او رحمان الله ګربز د ويسټ انډيز ليګ څخه پاتې شو

په وخت د وېزو نه ترلاسه کولو له امله قېس احمد، نور احمد لکڼوال او رحمان الله ګربز ويسټ انډيز ته له تګ څخه پاتې شو او هغوى به په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون ونه کړي.

د راپورونو په وېنا، يادو درې واړه لوبغاړو ونه شول کولاى چې د کورونا له امله په وخت د ويسټ انډيز وېزې ترلاسه کړي، نو له دې امله له دغه تجارتي ليګ څخه هم پاتې شو.

رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال بيا په لومړي ځل په کارابين پريمئير ليګ کې اخيستل شوي و او د دواړو لپاره دا ډېر ښه چانس و چې په دغه ليګ کې ځان ثابت کړي. ځکه چې نور احمد له دې مخکې بيا په کوم بهرني تجارتي ليګ کې ګډون نه و کړى، نوموړى اى پي ايل کې هم بولۍ ته وړاندې شوى و، خو قسمت ورسره ياري ونه کړه.

همدا راز په دغه تجارتي ليګ کې له دوى پرته مجيب الرحمان، ظاهر خان، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان او نوين الحق هم اخيستل شوي و، چې ويل کېږي دوى به په يادو سياليو کې برخه واخلي.

نجيب الله ځدراڼ خو مخکې تللى دى، پرون ظاهر خان هم د ويسټ انډيز پر لور روان شو.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز تجارتي ليګ کارابين پريمئير ليګ د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ليګ کې ٦ لوبډلې ګډون لري چې ټولې پکې ٣٣ لوبې ترسره کېږي.

په دې ليګ کې راشد خان او رحمان الله ګربز د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې له لوري، قېس احمد او نوين الحق د ګيانا امازون واريرز لوبډلې له لوري، محمد نبي، نور احمد او نجيب الله ځدراڼ د سينټ لوسيا زوکس لوبډلې له لوري اخيستل شوي و.

Loading...

دا هم ولولئ

شېر الله ناصري

د افغان ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى له زندان راخوشې شو

د افغانستان ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى چې له څو کلونو راهيسې په زندان کې …