کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ډونالډ ټرمپ په (ټک ټاک) بندېز لګوي
ډونالډ ټرمپ او ټک ټاک

ډونالډ ټرمپ په (ټک ټاک) بندېز لګوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشهور چينايي اپليکېشن ټک ټاک د بندېز لګولو اعلان کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړى دى، چې په دې اونۍ کې به د يو حکم په ورکولو سره د ټک ټاک اپليکېشن باندې په امريکا کې بندېز ولګوي.

د امريکا حکومت ادعا لري چې  ټک ټاک د چينايي شرکت (بايټ ډانس) اپليکېشن دى او دوى د امريکايانو شخصي معلومات کارولى شي. د ټک ټاک مسوولينو بيا د امريکا حکومت دا تورونه رد کړي دي، چې ګوا کې دا اپليکېشن چينايي حکومت چلوي او يا دا چې دوى د امريکايانو شخصي معلومات د چين حکومت ته ورکوي.

د يادولو ده چې ټک ټاک د نورې نړۍ تر څنګ په امريکا کې هم ډېر مشهور شوى دى او ډېرى خلک يې کاروي، ويل کېږي چې په امريکا کې ٨٠ ميليونو څخه زيات کسان د ټک ټاک اپليکېشن کاروي.

بل لوري ته په ځينو راپورونو کې ويل شوي دي چې د مايکروسافټ او چينايي شرکت بايټ ډانس ترمنځ خبرې روانې دي او مايکروسافټ غواړي چې ټک ټاک واخلي، خو دا هم ويل شوي دي چې د ډونالډ ټرمپ له لوري ښايي مايکروسافټ ته د ټک ټاک د اخيستلو اجازه ور نه کړل شي.

که چېرته مايکروسافټ له چينايي شرکت بايټ ډانس څخه د ټک ټاک اپليکېشن واخلي، نو په امريکا کې به ټک ټاک اپليکېشن بيا د مايکروسافټ تر چتر لاندې کوي او بايټ ډانس به په امريکا کې دې اپليکېشن ته لاسرسى يا به يې ملکيت ونه لري.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې بيا د هند حکومت د ټک ټاک په ګډون ٥٩ هغه چينايي اپليکېشنو باندې د بندېز لګولو اعلان کړى و، چې د دوى په وېنا، دا اپليکېشنې کولاى شي چې د هنديانو شخصي معلومات چين ته ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مخ ماسک، شيلډ او جيکټ

کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟

کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ساينسپوهان او روغتياپالان وايي، چې …