کورپاڼه / سياست او روانې چارې / “د ارواښاد سلېمان لايق په اړه طلوع نيوز غلط خبر خپور کړى”
سلېمان لايق

“د ارواښاد سلېمان لايق په اړه طلوع نيوز غلط خبر خپور کړى”

د افغانستان علومو اکاډمۍ او د ارواښاد سلېمان لايق کورنۍ د طلوع نيوز هغه خبر غلط ګڼلى دى، چې ويلي يې دي ارواښاد سلېمان لايق کورونا ويروس نيولى و.

د هېواد مخکښ ليکوال، شاعر او سياستوال ارواښاد اکاډميسن سلېمان لايق دوه ورځې وړاندې د جرمني هېواد په يو روغتون کې ساه ورکړه. نوموړى يو کال مخکې د کابل په ششدرک يوه پېښه کې ټپي شوى و او د هماغه ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

خو طلوع نيوز په خپل يو راپور کې ويلي دي، چې اکاډميسن سلېمان لايق کورونا ويروس نيولى و او له کورونا څخه ومړ.

د افغانستان علومو اکاډمۍ په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((د افغانستان د علومو اکاډمي او د ارواښاد سلېمان لايق کورنۍ د طلوع نيوز هغه خبر تکذيبوي او له حقيقته يې لرې ګڼي، چې ګوندي اکاډميسن سلېمان لايق د کورونا په ناروغۍ اخته شوى و.))

د علومو اکاډمۍ په رسمي فېسبوکپاڼه کې همدا راز ليکلي شوي دي: ((بايد ووايو چې اکاډميسن سلېمان لايق د هغو ټپونو له امله چې تېر کال نوموړي ته د ششدرک په پېښه کې رسېدلي و او د ده بدن د دغه زهري ټپونو له امله له تېر يو کال نا ارامه و، په حق رسېدلى دى، کورونا هېڅکله د لايق جود ته سرايت نه دى کړى.))

اکاډميسن سلېمان لايق چې دوه ورځې وړاندې يې د جرمني په يو روغتون کې ساه ورکړه، په مړينه يې نه يوازې دا چې د هېواد فرهنګيانو ژوره خواشيني څرګنده کړه، بلکې ولسمشر غني او چارواکو يې مړينه د هېواد لپاره يوه ستره ضايع وبلله.

Loading...

دا هم ولولئ

نريندرا مودي

مودي د بابري جومات په ځاى د رام مندر د بنسټ ډبره کېښوده

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د تاريخي بابري جومات په ځمکه د رام …