کورپاڼه / هنر او کلتور / اميتاب بچن ٢٣ ورځې وروسته کورونا ته ماتې ورکړه
اميتاب بچن

اميتاب بچن ٢٣ ورځې وروسته کورونا ته ماتې ورکړه

د هندي فلمونو مشهور هنرمند اميتاب بچن کورونا ته ماتې ورکړه، نن د هغه د کورونا ټېسټ منفي راغى، چې له هغه وروسته له روغتون څخه کور ته رخصت شو.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د ممبۍ د ناناوتي روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي دي، چې پرون دوى د اميتاب بچن د کورونا ټېسټ وکړ، چې نن يې پايله راغله او ټېسټ يې منفي و.

همدا راز اميتاب بچن بيا په خپل ټويټر کې هم يو ټويټ کړى دى او له روغتون څخه کور ته د تللو خبره يې کړې ده. هغه د خپلو مينه والو نه هم مننه کړې ده چې هغه ته يې ځانګړې دعاوې کړي دي.


اميتاب بچن چې د کورونا ټېسټ له مثبت راتلو وروسته په روغتون کې بستر شوى و، په روغتون کې يې ٢٣ ورځې تېرې کړې.

اميتاب بچن چې له کله راهيسې په روغتون کې بستر و، نو خپلو مينه والو سره به يې د خپلې روغتيا په اړه وخت نا وخت معلومات شريکول.

نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې په روغتون کې يې ښه درملنه وشوه او همدا لامل شو چې نن هغه کور ته ځي.

د يادولو وړ ده چې د جولاى په ١١مه نېټه اميتاب بچن په يو ټويټ کې ليکلي و، چې د هغه د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او په روغتون کې بستر شوى دى. همدا راز لږ ساعت وروسته بيا د هغه زوي ابيشيک بچن هم وويل، چې د هغه د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى دى او په روغتون کې بستر شوى دى.

يوه ورځ وروسته بيا د اميتاب بچن نږور او مشهورې هنرمندې ايشوريه راى بچن د کورونا ټېسټ هم مثبت راغى، همدا راز د هغې د لور اراديا بچن ټېسټ هم مثبت راغى.

څه ورځې په کور کې تر کرنټين وروسته، ايشوريه راى او لور يې هم په روغتون کې بستر شوې، خو هغوى ژر ورغېدې او کور ته لاړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …