کورپاڼه / کرکټ / د هند حکومت د اى پي ايل ترسره کېدو اجازه ورکړه
اى پي ايل

د هند حکومت د اى پي ايل ترسره کېدو اجازه ورکړه

د هند حکومت د هند کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې د سږکال اى پي ايل سيالۍ دې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، تېره ورځ د هند تجارتي ليګ د بورډ غړو ناسته وکړه او د اى پي ايل په تړاو وروستۍ پرېکړې يې وکړې. همدا راز د هند حکومت هم دغه ليګ ته اجازه ورکړه چې په متحده عربي اماراتو کې دې ترسره شي.

اى پي ايل به د سپتمبر په ١٩مه نېټه پيل شي او پايلوبه به يې د نومبر په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.

د اى پي ايل ټولې لوبډلې به د ٢٦ اګست نه وروسته متحده عربي اماراتو ته ځي او هره لوبډله به ٢٤ لوبغاړي له ځان سره ساتي. که چېرته کوم لوبغاړى له کورونا ويروس څخه ناروغ شي، تر څو له لوبډلو سره نور لوبغاړي وي.

په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه، چې لوبغالو ته به تماشچيان نه پرېښودل کېږي، خو حالاتو ته په کتلو سره په دې پرېکړه کې بدلون هم راتللى شي.

د احتياطي لارښوونو د عملي کولو او د روغتيايي کتنو لپاره به تکړه ډاکټران هر وخت موجود وي.

د اى پي ايل سپانسر چينايي شرکت VIVO دى او ټول هغه سپانسر چې له مخکې څخه ورسره قراردادونه شوي و، په خپل ځاى دي.

همدا راز په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم شوې ده، چې د وومن ټي ټوينټي چېلنج سيالۍ به هم په متحده عربي اماراتو کې د نومبر له لومړۍ تر ١٠مې نېټې پورې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې اى پي ايل د مارچ په ٢٩مه نېټه پيلېدونکى و، خو د کورونا له امله د هند کرکټ بورډ تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولى و. خو په وروستيو کې د اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لغوه کېدو سره اى پي ايل ته وخت پېدا شو، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …