کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي
کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له ټوخي څخه به دا معلوموي چې هغه کورونا لري او که نه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د جرمني د ټېکنالوژۍ شرکت د Neue Aufnahme په نوم د يو داسې اپليکېشن په جوړولو کار کوي، چې هغه د انسان د ټوخي څخه دا معلوموي چې د کورونا ويروس لري او که نه.

په راپور کې ويل شوي دي، دا موبايل اپليکېشن به د هر چا د ټوخي غږ ريکارډوي او په ٣٠ دقيقو يا نيم ساعت کې به د دغه غږ څېړنه کوي او له هغه وروسته به ياد کس ته پايله ورکوي، چې ايا کورونا لري او که يې نه لري.

همدا راز په دې اپليکېشن کې به خلک خپل پرنجى هم ثبتولى شي، چې دا اپليکېشن به د ټوخي تر څنګ د پرنجي څېړنه هم کوي، دا به د کورونا ناروغانو د پرنجي سره معلوموي او په همدې بنياد به پايله ورکوي، چې څوک کورونا لري او څوک کورونا نه لري.

د دغه اپليکېشن جوړونکى شرکت ادعا لري، چې دا اپليکېشن به د يو چا د عمر، ښځه دى که سړى او روغتيا په تړاو ټول معلومات د ريکارډنګ يا غږ تر اورېدو وروسته په خپله معلوموي او کاروونکو ته به يې ورکوي.

په راپور کې ويل شوي دي، تر اوسه پورې ياد شرکت دا نه دي ويلي، چې دا اپليکېشن به لکه د نورو اپليکېشنونو په څېر عام خلک هم کارولى شي او که نه، خو يو شمېر هغه کسان چې په ټېکنالوژۍ ژور نظر ساتي، هغوى بيا وايي چې ښايي دا اپليکېشن يوازې روغتونونو ته ورکړل شي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس څخه په ټوله نړۍ کې له ١٨ ميليونو څخه زيات کسان اغېزمن شوي دي او لا هم د دې ويروس د مخنيوي لپاره کوم واکسين نه دى جوړ شوى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

اېم ټي اېن افغانستان

اېم ټي اېن: له افغانستانه د وتلو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې

د اېم ټي اېن افغانستان مخابراتي شرکت هغه اوازې رد کړې، چې ګوا کې دوى …