کورپاڼه / کرکټ / فرهان يوسفزى: شپږيزه او افغان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول مو لومړيتوب دى
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: شپږيزه او افغان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول مو لومړيتوب دى

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول د دوى لومړيتوب دى.

نوموړي چې تېره ورځ يې د کرکټ بورډ له سرپرست اجراييوي رييس جار عبدالرحيمزي او مديرانو سره يې په ويډيويي کنفرانس خبرې کولې، ټولو ته يې جدي لارښوونې وکړې، چې چارې بايد په خپل وخت ترسره شي.

کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې فرهان يوسفزي وويل، کورونا په کرکټ ډېر منفي تاثيرات درلودل، خو اوس اړتيا ده چې د کرکټ بورډ ټول پرسونل او کارکونکي د کرکټ اړوند په ټولو کارونو کې چټکتيا رامنځته کړي، تر څو پلان شوي کارونه پر وخت او برياليتوب ترسره شي.

فرهان يوسفزي همدا راز وويل، شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ لومړيتوب دى او موږ به ټولې ممکنه هلې ځلې پکار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په برياليتوب سره ترسره کړو.

فرهان يوسفزى

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس د مديرانو راپورونه هم واورېدل او د چارو د لا سمون لپاره يې ورته لارښوونې هم وکړې.

نوموړي همدا راز وويل، چې د روڼتيا د يقيني کولو لپاره به په کرکټ بورډ کې د ده د بنسټيزو اصلاحاتو راوستلو برنامه تر هغو جاري وي، تر څو د افغانستان خلک او کرکټ ليدونکي او مينه وال د يادې ادارې له کارکردګۍ او بشپړې وړتيا ډاډ ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې کرکټ بورډ څه وخت مخکې اعلان کړى و، چې شپږيزه کرکټ ليګ به د سپتمبر په مياشت کې ترسره کړي. شپږيزه کرکټ ليګ د سپتمبر په ١١مه پيلېږي، خو بل لوري ته د هند کرکټ بورډ هم اعلان کړى دى چې اى پي ايل سيالۍ به د سپتمر په ١٩مه نېټه پيل کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …