کورپاڼه / کرکټ / هند کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي، دوه کلن بندېز به پرې ولګول شي
هند کرکټ بورډ

هند کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي، دوه کلن بندېز به پرې ولګول شي

د هند کرکټ بورډ BCCI په يوه تازه پرېکړه کې اعلان کړى دى، چې ټول هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي او يا جعلي اسناد وړاندې کړې دي، له دوه کلن بندېز سره به مخ شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ غواړي چې ټول لوبغاړي د خپلو عمرونو سره سم لوبې وکړي او له دې وروسته که هر لوبغاړي خپل عمر غلط ښودلى و يا يې هم د زېږېدو جعلي اسناد وړاندې کړي و، نو له هر ډول کرکټ څخه به د دوه کاله لپاره بند شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، هغه لوبغاړي چې مخکې يې خپل عمر غلط ښودلى او يا يې هم د زېږېدو جعلي اسناد جمع کړي دي، که هغوى په خپله کرکټ بورډ ته په دې اړه معلومات ورکړي، نو هغه کسانو باندې به بندېز نه لګول کېږي، خو د خپل عمر سره سم لوبو کې به اجازه ورکول کېږي، خو که چېرته کرکټ بورډ يې په اړه اسناد پېدا کړل، نو دوه کاله بندېز سره به مخ شي.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې داسې لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي دي، نه يوازې دا چې د هېواد په کچه به په لوبو کې ونه لوبېږي، بلکې په ايالتي کچه به هم دوى ته اجازه ور نه کړل شي چې په لوبو کې ګډون وکړي.

هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کرکټ ډېر زيات ټورمنټونه پکې کېږي، په ځانګړې توګه د عمر په کچه بيا د هند کرکټ بورډ له لوري په ملي کچه او ايالتي کچه ډېرې سيالۍ ترسره کېږي.

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې دوى غواړي په کرکټ کې د فراډ مخه ونيسي، هر څوک چې په اصل کې څومره عمر لري، بايد د هماغه عمر له لوبغاړو سره کرکټ ترسره کړي.

نوموړي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوى په ډېر جديت سره د لوبغاړو د عمرونو معلومات کوي او که چېرته د ملي لوبډلو لوبغاړو هم خپل عمرونه غلط ښودلي و، نو هغوى به هم له دوه کلن بندېز سره مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …