کورپاڼه / کرکټ / د افغان ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى له زندان راخوشې شو
شېر الله ناصري

د افغان ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى له زندان راخوشې شو

د افغانستان ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى چې له څو کلونو راهيسې په زندان کې بندي و، پرون د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان په ترڅ کې راخوشې شو.

د شېرالله ناصري په نوم دې لوبغاړي که څه هم د افغانستان لپاره په کومه نړيواله لوبه کې ګډون نه دى کړى، خو له ٢٠٠٩ کال مخکې، چې افغانستان لا د يو ورځنيو لوبو اجازه هم نه وه ترلاسه کړې، شېر الله ناصري د افغان لوبډلې لپاره لوبېده.

د شېر الله ناصري له زندان څخه د راخلاصېدو په تړاو د ملي لوبډلو يو شمېر لوبغاړو هم په فېسبوک کې پوسټونه کړي دي او د هغه په راخوشې کېدو يې د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

شېر الله ناصري ١

په دې لړ کې د ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي په يو پوسټ کې ليکلي دي: ((ډېر خوښ يم چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ګران ملګرى شېر الله ناصري له اوږد بند وروسته نن ازاد شو.))

هغه شېر الله ناصري زړور او کرکټ ته ژمن انسان بللى دى. ((نوموړى زړور، رښتونى، ملت او کرکټ ته ژمن انسان دى.))

محمد نبي همدا راز په دې پوسټ کې ليکلي دي: ((ښاغلى ناصري د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شو. ځاى لري چې په دې برخه کې د ټولو ملګرو او خاصکر د ښاغلي انتظار خادم نه مننه وکړم، چې د وطني ګټو د خونديتوب او ځوان نسل ته د خدمت روحيې په منظور يې د ښاغلي ناصري په خلاصون کې کوښښونه وکړل.))

که څه هم دا تراوسه پورې روښانه نه ده، چې شېر الله ناصري د کوم جرم له امله بندي و، خو نوموړي د پلچرخي زندان کې د کرکټ لوبو لپاره يو مېدان هم جوړ کړى و، چې هلته به پکې بنديانو د کرکټ لوبې کولې.

د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې شېر الله ناصري په يو پوسټ کې هم د دغه لوبغالي يادونه کړې وه او د دې لوبغالي د جوړولو په برخه کې يې د محمد نبي، شاپور ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، رحمت شاه او ځينو نورو کسانو څخه مننه هم کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …