کرينه کپور خان يو له هغه هندي هنرمندانو څخه ده، چې له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې په فلمونو کې کار کوي او ورځ تر بلې يې مينه وال زياتېږي.
کرينه کپور خان نه يوازې دا چې واده يې کړى دى، بلکې يو زوى هم لري، خو بيا هم د لومړي کتار په ښځينه هنرمندانو کې شمېرل کېږي، ځکه په هندي سينما کې دا يو کلتور راروان دى، چې هغه هنرمندانې چې ودونه وکړي، بيا يې کيرير پاى ته رسېږي، خو په اوسني وخت کې کرينه کپور خان، دپيکا پاډوکون، پريانکا چوپړه او نورې داسې هنرمندې دي، چې د ودونو تر څنګ هم په لومړي کتار کې ځاى لري.
په هندي سينما کې د دوه لسيزو تېرولو وروسته هم کرينه کپور خان په فلمونو کې مهم کردارونه لوبوي او د فلمونو د بريا لپاره يو له مهمو نومونو څخه دى.
هندي رسنۍ وايي، چې کرينه کپور په يو فلم کې د کار کولو ٦ کروړه يا ٦٠ ميليونه هندي کلدارې اخلي.
د کرينه کپور خان راروان فلم له عامر خان سره (لال سينګ چډها) دى، دا د کرينه کپور او عامر خان دريم فلم دى چې دواړو پکې ګډ کار کړى دى.
تر دې مخکې دواړو په (٣ ايډيټس) او (تلاش) فلمونو کې کار کړى و، چې دواړه بريالي فلمونه و او ډېرې پېسې يې ګټلې وې.
همدا راز کرينه کپور خان په (تخت) فلم کې هم کار کوي، چې په دغه فلم کې د کرينه کپور تر څنګ عاليه بټ، رنوير سينګ، بومي پډنېکر، وکي کوشال او جانوي کپور هم کار کوي.
کرينه کپور خان د مشهور هنرمند او د بوپال د وروستي نواب سېف علي خان مېرمن ده، دواړو څو کاله مخکې واده کړى و، چې اوس يو زوى هم لري چې تېمور علي خان نومېږي.