د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اوين مورګن، چې په لومړي ځل يې انګلستان په نړيوال جام کې اتلولۍ ته هم ورساوه، تازه د هند کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني يو ريکارډ هم مات کړ.
اوين مورګن د لوبډلمشر په حېث په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د مهيندرا سينګ دهوني د لوبډلمشر په حېث د زياتو شپږيزو ريکارډ مات کړ.
مورګن دا ريکارډ د ايرلېنډ پر وړاندې په دريمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې مات کړ، هغه په چټکه توپوهنه ترسره کړه او د شپږيزې په وهلو سره يې پنځوسيزه هم پوره کړه او دا ريکارډ يې هم په خپل نوم کړ.
په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د لوبډلمشر په حېث د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ له مهيندرا سينګ دهوني سره و، هغه ٢١١ شپږيزې وهلې وې، چې دا ريکارډ اوس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر مورګن په خپل نوم کړ.
په دې ليسټ کې بيا په دريم مقام کې د اسټراليا پخوانى لوبډلمشر ريکي پونټينګ دى، هغه د لوبډلمشر په حېث ١٧١ شپږيزې وهلي دي، همدا راز د نيوزيلېنډ پخواني لوبډلمشر برېنډن مککالم بيا ١٧٠ شپږيزې وهلي دي او په څلورم مقام کې دى، همدا راز د سويلي افريقا پخواني لوبډلمشر اې بي ډيويليرز بيا د ١٣٥ شپږيزو وهلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.
د يادولو وړ ده چې د ايرلېنډ پر وړاندې لوبډلمشر اوين مورګن چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ٨٤ توپونو يې ١٠٦ منډې وکړې، نوموړي ١٥ څلوريزې او ٤ شپږيزې ووهلې.
د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ درېمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه چې د انګلستان په ساوتهمپټن کې ترسره کېږي، ايرلېنډ پکې پچه ګټلې وه او انګلستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.
انګلستان په ٤٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٨ منډې کړې دي او د ٣٢٩ منډو هدف يې د ايرلېنډ لوبډلې ته ټاکلى دى.