کورپاڼه / هنر او کلتور / پريانکا چوپړه غواړي چې په عربي فلمونو کې کار وکړي
پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړه غواړي چې په عربي فلمونو کې کار وکړي

د ښکلا پخوانۍ ملکه، د نړۍ په ١٠٠ اغېزمنو ښځو کې شامله او د هندي سينما مشهوره هنرمنده پريانکا چوپړه وايي، چې غواړي په عربي فلمونو کې کار وکړي.

د افريقا نيوز سره په يوه مرکه کې نوموړې د بالي ووډ او هالي ووډ په اړه خبرې وکړې، همدا راز د خپل ژوند او راتلونکو کارونو په اړه يې هم معلومات ورکړل.

د يوې پوښتنې په ځواب کې پريانکا چوپړه وويل، چې په هالي ووډ کې اوس نوې ده او په بالي ووډ کې له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې کار کوي، نو د دواړو پرتلنه کول به اوس ورته ښه نه وي.

 

View this post on Instagram

 

When I met you in the summer… ☀️

A post shared by Priyanka Chopra Jonas (@priyankachopra) on


د عربي فلمونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې هغې وويل، چې که په عربي فلمونو کې ورته د کار کولو چانس پېدا شي، نو ډېره به خوشحاله شي. هغې زياته کړه، فکر کوم د هرې فلمي سينما برخه جوړېدل به راته خوشحالي راکړي، زه له خپل کار سره مينه لرم او که په عربي فلمونو کې کار وکړم، نو له دې سره به يوه نوې ژبه هم زده کړم.

د خپلو روانو کارونو په اړه پريانکا چوپړه وويل، چې د امازون لپاره يو وېب سريال باندې کار کوي او دا سريال به ډېر ژر په انلاين بڼه خپور شي.

 

View this post on Instagram

 

Pre-Grammys

A post shared by Priyanka Chopra Jonas (@priyankachopra) on


هغې وويل، چې د دې سريال له بشپړېدو وروسته د امازون لپاره د خپل خاوند سره په ګډه يو بل پروګرام باندې هم کار کوي، چې هغه به د هندي موسيقۍ په اړه وي.

پريانکا چوپړه همدا راز د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه وويل، چې غواړي ډېر څه وکړي، چې په دې برخه کې غواړي يو کتاب وليکي، همدا راز نور ډېر کارونه دي چې هغه يې په راتلونکي کې کول غواړي.

 

View this post on Instagram

 

💙

A post shared by Priyanka Chopra Jonas (@priyankachopra) on


د يادولو وړ ده چې پريانکا چوپړه نه يوازې دا چې د هندي سينما يوه مشهوره هنرمنده ده، بلکې هغې د هالي ووډ په فلمونو کې هم کار کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …