په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ له لوري پال سټرلينګ او انډي بلبيرني توپاني توپوهنه ترسره کړه چې خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله او د انګلستان لوبډلې ته يې د ٧ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ د لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه پرون په ساوتهمپټن کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ايرلېنډ وګټله او انګلستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
که څه هم د انګلستان د پيل توپوهونکي ژر وسوځېدل، خو بيا هم انګلستان چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ٤٩.٥ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٨ منډې وکړې.
د انګلستان له لوري لوبډلمشر اوين مورګن ١٠٦، ټام بنټون ٥٨ او ډيويډ ويلي ٥١ مندې وکړې. همدا راز د ايرلېنډ له لوري کرېګ ينګ ٣، جاش ليټل او کرټس کېمپر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٣٢٩ منډو د هدف په تعقيب کې پال سټرلينګ او لوبډلمشر انډي بلبيرني په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. ياد هدف ايرلېنډ د ٣ لوبغاړو په سوځېدو په ٤٩.٥ اورونو کې پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د ايرلېنډ له لوري پال سټرلينګ په ١٢٨ توپونو ١٤٢ منډې وکړې، چې ٦ شپږيزې او ٩ څلوريزې يې هم ووهلې، همدا راز انډي بلبيرني په ١١٢ توپونو ١١٣ منډې وکړې، چې ١٢ څلوريزې يې هم ووهلې.
د ٣ لوبو په لوبلړۍ کې لومړۍ او دويمه لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې وه، چې په ٢-١ سره يې لوبلړۍ په خپل نوم کړه. انګلستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٦ ويکټو په توپير او په دويمه لوبه کې د ٤ ويکټو په توپير ايرلېنډ ته ماتې ورکړې وې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه پال سټرلينګ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا ډيويډ ويلي ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې دا سيالۍ د کرکټ نړيوال جام د سوپر ليګ سيالۍ وې، چې د دواړو لوبډلو د لوبو په ترسره کولو سره پيل شوې.