کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهورې هنرمندې کاجل د ژوند او فلمونو په اړه ولولئ
کاجل

د مشهورې هنرمندې کاجل د ژوند او فلمونو په اړه ولولئ

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده کاجل، چې پوره نوم يې کاجل مکرجي دى، نن ٤٦ کلنه شوه، هغه په ١٩٧٤ کال کې د اګست په ٥مه نېټه د هند په بمبۍ (اوس ممبۍ) کې زېږېدلې وه.

د کاجل مور تنوجا هم هنرمنده وه او پلار يې شومو مکرجي د فلمونو ډايريکټر او پروډيوسر و. د هغې کشره خور تنيشا مکرجي هم په هندي فلمونو کې کار کوي او خاله نوتن يې هم د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده پاتې شوې ده.

مشهوره هنرمنده راني مکرجي، شرباني مکرجي، موهنيش بهل او فلم جوړونکى ايان مکرجي هم د کاجل خپلوان دي. همدا راز د کاجل د کورنۍ مشران له کلونو راهيسې له هندي سينما سره تړلي پاتې شوې دي.

کاجل ١

کاجل په ١٩٩٢ کال کې، هغه مهال چې ١٧ کلنه وه په لومړي ځل په (بېخودي) فلم کې کار وکړ، دا فلم خو کامياب نه شو خو د هغې کار خلکو خوښ کړ. له هغه وروسته په ١٩٩٣ کال کې يې له شاه رخ خان سره په (بازيګر) فلم کې وکړ او دا فلم ډېر کامياب شو، په دې فلم کې د کاجل او شاه رخ خان تر څنګ شلپا شيټي هم کار کړى و. دې فلم ١٨٢.٥ ميليونه هندي کلدارې ګټلې وې.

په ١٩٩٤ کال کې هغې په ادهار کې زندګي فلم کې کار وکړ، خو دا فلم هم ناکامه شو، خو د کاجل کار خلکو خوښ کړ، په همدغه کال کې بيا هې په (يه دل لګي) فلم کې له اکشى کمار او سېف علي خان سره کار وکړ او دې ډېر کامياب شو، چې کاجل يې هم ډېره مشهوره کړه.

کاجل او شاه رخ خان

په ١٩٩٥ کال کې کاجل په (کرن ارجن) او (دل والى دلهنيا لى جاينګى) فلمونو کې کار وکړ، دا هغه فلمونه و چې کاجل يې د هندي سينما د لومړي کتار ښځينه هنرمنده کړه.

دل والى دلهنيا لى جاينګى کې کاجل د شاه رخ خان سره ګډ کار وکړ او دا هغه فلم دى چې له ١٩٩٥ څخه تر ٢٠٢٠ پورې په سينماګانو کې لګېدلى و او خلکو ډېر په مينه کتلو.

په ١٩٩٤ کال کې چې کله کاجل د (ګنډا راج) فلم ثبت کاوه، له هماغه وخت راهيسې يې له اجى دېوګن سره اړيکې جوړې شوې، وروسته دواړو په ١٩٩٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه واده وکړ او تراوسه پورې دواړه يو ځاى دي. دواړه دوه ماشومان هم لري.

کاجل او اجى دېوګن

کاجل د نورو ډېرو او سترو جايزو تر څنګ په ٢٠١١ کال کې د پدما شري جايزه هم ورکړل شوه، دا د هند څلورمه ستره ملکي جايزه ده.

د کاجل په مشهورو فلمونو کې (بازيګر، يه دل لګي، کرن ارجن، دل والى دلهنيا لى جاينګى، ګفت، پيا کيا تو ډرنا کيا، پيار تو هونا هي تها، کچ کچ هوتا هى، هم اپکى دل مين رهتى هين، کبهي خوشي کبهي غم،و کل هو نا هو، فناه، کبهي الودعا نا کهنا، مايي نېم از خان، دل والى او تاناجي) شامل دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …