کورپاڼه / کرکټ / د چېلنج کپ ولايتي سيالۍ په خوست کې پيلېږي
چېلنج کپ

د چېلنج کپ ولايتي سيالۍ په خوست کې پيلېږي

د کورني کرکټ چېلنج کپ ولايتي سيالۍ د ٨ لوبډلو ترمنځ د اګست مياشتې په ١٣مه نېټه د خوست په دوه لوبغالو کې پيلېږي.

د کرکټ خبري څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دا لومړۍ درجه ولايتي سيالۍ چې د اګست مياشتې په ١٣مه نېټه پيلېږي، د همدې مياشتې تر ٢٢مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا سيالۍ د خوست په دوه لوبغالو کې ترسره کېږي، يو د خوست کرکټ لوبغالى او دويم بيا د مس عينک په نوم په يو شخصي لوبغالي کې ترسره کېږي.

خو د دې سياليو پايلوبه به د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ د اګست په ٢٢مه نېټه د کابل په لوبغالي کې ترسره شي.

په يادو سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون کوي، چې د لوبغاړو نوملړ يې په لاندې ډول دى:

بلخ:

اسدالله متاني (لوبډلمشر)، ظفر خان، احسان مندوزى، کامل، عبدالمالک، فرهان زاخېل، محمد ابراهيم (ويکټ ساتونکى)، جمشېد، عبدالستار، عظيم خان، محمد حسن، سلېمان عربزى، محمد حليم، عبدارزاق او وسيم مندوزى.

فارياب:

مراد علي (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، هدايت الله، زاهد زاخېل، جمعه ګل، سليم ساپى، فضل حق، ابراهيم ساپى، اعجاز احمد، ظهېب، عبدالهادي، عبدالباسط، خېرالله، عيد محمد، رستم او حيات الله.

هلمند:

شريف الله، قدرت الله (ويکټ ساتونکى)، عبدالباري، زلمى خان، عبدالنافع، رحيم سهاک، نظير احمد، کبير احمد، عبدالحکيم، انصار الله، احمد ضيا، نويد زابلى، دستګير دوتاني (لوبډلمشر)، حکمت الله او باري کاکړ.

کابل:

دروېش رسولي، يونس احمدزى، امان رفيقي، انعام الله، شفيق الله غفاري، عبدالرحمان، نثار وحدت (لوبډلمشر)، شاکر، اصف موسى زى، فرمان الله، عظمت الله، ګلاب عمرزى، پروېز، اسحاق ځاځى (ويکټ ساتونکى) او عمران جنت.

کندهار:

منير احمد کاکړ (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، نصيب الله شېردلي، عبدالمالک، عبدالرازق، محمد ابراهيم، عين الدين کاکړ، بلال احمد، احمد ظاهر، نجيب الله، خيال محمد، عبدالباقي، محمد عالم، وقار الله اسحاق، عبدالله تره خېل او واسق الله.

خوست:

رحيم منګل، نويد عبېد، اصغر اتل، شاهد کمال (لوبډلمشر)، صدام منګل، محمد الله، رحمان الله ځدراڼ، باختر اتل، حسيب الله، ضيا الرحمان شريفي، شاهين (ويکټ ساتونکى)، نور احمد، هاشم خليل ګربز او اېمل.

ننګرهار:

طارق ستانکزى، بهير محبوب، شوکت زمان (لوبډلمشر)، طاهر عادل، باطن شاه، ابراهيم عبدالرحيمزى، عبدالله عادل، عابد محمدي، زبېد اکبري، تميم، اسحاق محمدي (ويکټ ساتونکى)، بهار علي، قاري فطرت، ولي اغا او ناصر عمر.

مېدان وردګ:

صديق فرهاد، محمد سردار (لوبډلمشر)، اسلام ځاځى، فېصل، بريال، عرفان الله، محمد حفيظ، نصرت قرېشي، وسيم اکرم، محمد الله، صادق اتل، وقار سلامخېل، ضيا الحق پرواني صابر بهرامي او ميروېس ځاځى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …