د هندي فلمونو د مشهورو هنرمندانو سنجى دت او عاليه بټ نوى فلم (سرک ٢) د اګست په ٢٨مه نېټه په انلاين بڼه خپرېږي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا فلم چې د سنجي دت او عاليه بټ تر څنګ پکې پوجا بټ او اديتي راى کپور هم کار کړى دى، نن يې د خپرېدو نېټه اعلان شوه، چې د اګست په ٢٨مه نېټه به په انلاين بڼه خپور شي.
دا فلم د ډزني پلس هوټسټار وېبپاڼې اخيستى دى. د دې فلم ډايريکټر يا لارښود مهېش بټ دى او جوړونکى يا پروډيوسر يې بيا مکېش بټ دى.
د (سرک ٢) فلم په ١٩٩١ کال کې د نندارې ته وړاندې شوي فلم (سرک) سيکويل يا بله برخه ده، په ١٩٩١ کال کې نندارې ته وړاندې شوي دغه فلم کې سنجى دت او پوجا بټ کار کړى و، چې د خپل وخت يو له مشهورو فلمونو څخه و.
Confirmed: #Sadak2 will be available to stream online from 28th August 2020. pic.twitter.com/FzljZS9Wzf
— Filmfare (@filmfare) August 6, 2020
دا فلم په ٢٠١٨ کال کې اعلان شوى و چې په ٢٠١٩ کال کې يې ثبت بشپړ شو او پلان دا و چې د ٢٠٢٠ کال د مارچ په ٢٥مه نېټه نندارې ته وړاندې شي، خو د کورونا له امله دا فلم د روان کال د جولاى ١٠مې نېټې ته وځنډول شو، خو بيا هم داسې امکانات پېدا نه شو چې دا فلم دې په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کړل شي، همدا لامل شو چې دا فلم په انلاين شرکت وپلورل شو او اوس به د اګست په ٢٨مه نېټه په انلاين بڼه خپور شي.
تراوسه پورې په واضحه توګه نه ده معلومه چې د دې فلم کيسه به د پخواني (سرک) فلم سره کومه اړيکه ولري او که نه، خو ځينې رسنۍ بيا وايي، چې د (سرک ٢) فلم کې د داسې کسانو کيسه وړاندې شوې ده، چې له اوسني وخت سره تړلې ده.