کورپاڼه / هنر او کلتور / نواز الدين صديقي هم غوښتل چې رنګ يې سپين شي
نواز الدين صديقي

نواز الدين صديقي هم غوښتل چې رنګ يې سپين شي

د هندي فلمونو مشهور هنرمند نواز الدين صديقي وايي، چې يو وخت هغه هم د خپل رنګ د سپينولو لپاره د رنګ سپينولو کريمونه کارول.

د هند هوا او موسم داسې دى چې ډېرى خلک يې غنمو ته ورته يا تور رنګ لري، خو په هندي سينما کې بيا سپين رنګ ته ډېر اهميت ورکول کېږي، په دې لړ کې نه يوازې دا چې ښځې، بلکې نارينه و ته هم ويل کېږي چې بايد د مهمو رولونو لپاره خپل رنګونه سپين کړي.

نواز الدين صديقي د يوې هندۍ مجلې (سينما ايکسپرېس) سره په مرکه کې وويل، چې هغه په هندي سينما کې د توربخن رنګ له امله ډېرې ستونزې ليدلي دي او د خپل رنګ د سپينولو لپاره يې ډېر کريمونه هم کارولي دي.

نواز الدين صديقي وايي، هندي سينما ته د راتګ په پيل کې يې د رنګ سپينولو کريمونه کارول او په دې هيله و چې هغه به له دې سره ډېر ژر سپين شي، هغه وايي، چې د فير اېنډ لولي کريم پر ځاى يې ډېر وخت يو جعلي کريم کارولى و.

نوموړى وايي، چې د خپل رنګ سپينولو په لړ کې يې نه يوازې دا چې خپلې پېسې ضايع کړې، بلکې ډېر وخت يې هم په دې کار کې بېځايه لاړ.

نوموړى وايي، چې په هندي سينما کې د لومړي کتار هېڅ هنرمند هم د توربخن رنګ نشته، زه هم د خپل رنګ له امله ډېر پرېشانه شوم، خو وروسته راته احساس وشو چې د خپل رنګ په تړاو زه هېڅ هم نه شم کولاى، بايد د خپل هنر د ښه کولو لپاره کار وکړم او داسې کار وکړم چې خلک زما د رنګ پر ځاى زما کار ته وګوري.

نواز الدين صديقي وايي، هغه ته په واضحه توګه دا خبره معلومه وه، چې که خبره د هغه د شخصيت يا هم څېرې په تړاو راشي، نو په دې کې هېڅ ځانګړي يا خاص څه نشته او د دې خبرې په منلو کې ما ډېر وخت واخيست.

نواز الدين صديقي همدا راز زياتوي، چې په دې خبره ډېر خوشحاله دى چې د خپل رنګ په قبلولو باندې راضي شو او دا يې ومنله چې رنګ او څېره يې هر ډول ده، بايد دا د خپل کار پر وړاندې خنډ ونه ګرځوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عدنان سميع ١

د عدنان سميع ٤٩مه کليزه؛ د هغه په اړه جالب حقيقتونه دلته ولولئ

عدنان سميع، چې پوره نوم يې عدنان سميع خان دى، د هند يو له مشهورو …