کورپاڼه / کرکټ / براين لارا: زه کورونا نه يم نيولى، ټول خبرونه دروغ دي
براين لارا

براين لارا: زه کورونا نه يم نيولى، ټول خبرونه دروغ دي

د ويسټ انډيز پخوانى لوبډلمشر براين لارا د هغه د کورونا ټېسټ د مثبت راتلو اوازو په اړه پرېشانه دى او وايي چې نه يوازې دا چې د هغه د کورونا ټېسټ په تړاو خبر غلط دى، بلکې دې خبر د دوى په ټولنه کې خلک هم پرېشانه کړي دي.

د ويسټ انډيز چپ لاسي مخکښ توپوهونکي براين لارا په ټولنيزو رسنيو کې په خپل يو پېغام کې ويلي دي، چې د هغه د کورونا ټېسټ مثبت نه دى راغلى او په دې تړاو چې هر څومره خبرونه خپاره شوي دي، ټول درواغ دي.

نوموړي همدا راز ليکلي دي، چې نه يوازې دا چې دا خبر غلط دى، بلکې د دې غلط خبر په خپرولو سره زموږ په ټولنه کې د پرېشانۍ خپرولو هڅه شوې ده.

نوموړي هغه کسانو ته، چې د هغه په تړاو يې دا اوازې خپرې کړې دي، ويلي دي، چې ستاسې دا اوازې په ټولنه کې تشويش خپروي.

براين لارا همدا راز وايي، چې کورونا ويروس بايد په منفي ډول وانه خلو، زه ټولو ته دعا کوم چې له دې ويروس څخه دې خوندي وي.

براين لارا دا هم وويل، چې کورونا ويروس ډېر ژر تلونکى نه دى او ښايي ډېر وخت زموږ سره پاتې شي.

٥١ کلن براين لارا د ويسټ انډيز يو له مخکښو توپوهونکو څخه و، هغه په ټېسټ سياليو کې ٤٠٠ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي، چې دا ريکارډ يې تراوسه پورې چا نه دى مات کړى.

نوموړي د ويسټ انډيز لپاره ١٣١ ټېسټ او ٢٩٩ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

هغه د ٥٢.٨٨ په اوسط په ټېسټ لوبو کې ١١٩٥٣ منډې کړې دي، چې ٣٤ سليزې او ٤٨ پنځوسيزې يې هم وهلې دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې هغه د ٤٠.٤٨ په اوسط توپوهنه کړې ده او ١٠٤٠٥ منډې يې کړې دي، چې ١٩ سليزې او ٦٣ پنځوسيزې يې وهلې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …