کورپاڼه / کرکټ / راشد خان د پاکستان شان مسعود وستايه
راشد خان او شان مسعود

راشد خان د پاکستان شان مسعود وستايه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان پيليز توپوهونکى شان مسعود د سليزې په وهلو وستايه.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون په مانچسټر کې پيل شوې ده، چې پاکستان لومړى توپوهنه کوي او نن يې هم توپوهنې ته دوام ورکړى دى.

تر دې مهاله پورې پاکستان د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩١ منډې کړې دي، چې ١٠٣ اورونه يې هم لوبولي دي.


د پاکستان دوه ويکټې که څه هم په پيل کې ژر ولويدې، خو پيليز توپوهونکي شان مسعود او بابر اعظم ښه توپوهنه منډې يې ١٣٩ ته ورسولې، چې بابر اعظم په ٦٩ منډو وسوځېده.

خو شان مسعود لا هم توپوهنې ته ولاړ دى، نوموړي د پاکستان منډې ډېرې مخکې بوتلې او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه چې تر دې دمه يې ١٣١ منډې کړې دي او ناسوځېدلى ولاړ دى. هغه په خپله توپوهنه کې ٣٠٢ توپونه ولوبول او همدا راز ١٦ څلوريزې يې هم ووهلې.

د پاکستان دغه پيليز توپوهونکي ته د نورو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان هم ستايلى دى.

راشد خان په خپل يو ټويټ کې شان مسعود ټېګ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې ډېره ښه لوبه دې وکړه او د سليزې په وهلو يې د هغه ستاينه کړې ده.


د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله که څه هم په ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبې ځنډېدلې وې، خو انګلستان د نورو هېوادونو څخه مخکې شو، چې لومړى يې د ويسټ انډيز کوربه توب وکړ او د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ يې ترې په ٢-١ وګټله، همدا راز ورپسې يې د ايرلېنډ کوربه توب وکړ او د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې ترې په ٢-١ وګټله او اوس له پاکستان سره د ټېسټ لوبو لړۍ يې روانه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …