کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان: ټېکنالوژۍ چې څومره خلک نږدې کړي، همدومره يې له يو بله ليرې کړې هم دي
شاه رخ خان

شاه رخ خان: ټېکنالوژۍ چې څومره خلک نږدې کړي، همدومره يې له يو بله ليرې کړې هم دي

د هندي فلمونو مشهور هنرمند (کنګ خان) شاه رخ خان وايي، چې که ټېکنالوژۍ خلک څومره يو بل ته نږدې کړې دي، نو همدومره يې نږدې کسان له يو بل څخه ليرې کړې هم دي.

شاه رخ خان چې د ټېکنالوژۍ په تړاو يې له يوې هندي رسنۍ سره مرکه کوله، هغه وويل چې ټېکنالوژي ډېر ګټور شى دى، خو هغه مهال سړى ډېر په عذاب شي، کله چې ستا ډېر ضروري کار وي او ځينې شيان، لکه موبايل کې چارج په ختمېدو وي.

شاه رخ خان

نوموړي د کتابونو په تړاو هم د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې کتابونه که همداسې ولوستل شي او يا هم انلاين ولوستل شي نو ګټور دي، خو زه ورځپاڼې يا وېبپاڼې نه ګورم، ځکه خبرونه تاته داسې يو څه درکوي، چې څه دوى غواړي هماغه درباندې لولي، نو زه له خبرونو څخه کرکه لرم.

نوموړي دا هم وويل، چې هغه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر نه وي فعاله، نو ځکه په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې تېروتنې هم نه کوي. هغه وويل چې د هغه د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه يې زياتره د هغه ټيم تعقيبوي.

شاه رخ خان

شاه رخ خان د يوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وويل، چې ټېکنالوژي د خلکو ترمنځ د ليرې والي يا واټن د ختمولو لپاره جوړه شوې ده، که څه هم ټېکنالوژۍ اوس دا کار کړى دى او خلک يې سره نږدې کړې دي، خو بده برخه يې دا ده چې نږدې کسان يې سره ليرې کړې دي.

شاه رخ خان

هغه وويل، کله چې زه په يوه کوټه کې له يو شمېر کسانو سره ناست يم، نو پکار خو دا ده چې موږ ټول سره په خپل منځ کې خبرې وکړو، خو نه، په اوس وخت کې بيا ټول په يوه کوټه کې ناست وي او په خپلو موبايلونو کې مصروفه وي، نو ټېکنالوژۍ تاوان دا کړى دى چې ژوند يې ټول چېټ، پېغام او ميسجونو ته راوړى دى، چې دا مې نه خوښېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عدنان سميع ١

د عدنان سميع ٤٩مه کليزه؛ د هغه په اړه جالب حقيقتونه دلته ولولئ

عدنان سميع، چې پوره نوم يې عدنان سميع خان دى، د هند يو له مشهورو …