کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اېم ټي اېن: له افغانستانه د وتلو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې
اېم ټي اېن افغانستان

اېم ټي اېن: له افغانستانه د وتلو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې

د اېم ټي اېن افغانستان مخابراتي شرکت هغه اوازې رد کړې، چې ګوا کې دوى له افغانستان څخه ووځي او دلته خپل خدمات بندوي، دوى وايي چې د افغانستان په تړاو يې کومه نهايي پرېکړه نه ده کړې.

د اېم ټي اين افغانستان مخابراتي شرکت اجراييوي رييس عباد رضا دا خبرې نن د اترا ادارې له رهبرۍ سره په يوه ويډيويي کنفرانس کې کړې دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د اېم ټي اين شرکت څخه له افغانستان د احتمالي وتون د مطبوعاتي راپورونو په هکله يې وضاحت غوښتى دى.

په دغه ناسته کې عباد رضا د اترا رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه وتل د دوى په لومړيتوب کې نه دي او نه هم دوى په دې تړاو کومه نهايي پرېکړه کړې ده.

اترا

د اېم ټي اېن افغانستان اجراييوي رييس همدا راز وويل، چې په مطبوعاتو کې له منځني ختيځ نه د اېم ټي اېن د احتمالي وتلو په هکله خپور شوى خبر د سيمې لپاره د منځمهالې ستراتيژۍ (٥ کلونو لپاره) په چوکاټ کې وړاندې شوى نظر دى چې په سر کې يې د سوريې هېواد دى، خو د افغانستان اړوند داسې کومه نهايي پرېکړه نه ده شوې.

په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې عباد رضا وويل، اوسمهال يوازې د سوريې په هکله خبره کړې ده، هغه هم د ياد هېواد د حکومت په غوښتنه، له ټېلي انويسټ سره چې دغه هېواد کې ورسره د ٢٥% اسهامو لرونکى دى او د ايران په هکله چې د تعزيراتو له کبله يې هلته کار کول سخت شوي دي، په لوړه کچه مذاکرات روان دي.

د اېم ټي اېن افغانستان اجراييه رييس همدا راز وويل، چې که د افغانستان په اړه يې احياناً کومه پرېکړه کوله، ټولې چارې به مسوولانه مخ ته وړي او د اترا ادارې قوانينو او طرز العملونو ته به ژمن وي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …