کورپاڼه / کرکټ / انګلستان او پاکستان ټېسټ؛ پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٢٦ منډې وکړې
شان مسعود

انګلستان او پاکستان ټېسټ؛ پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٢٦ منډې وکړې

پاکستان د انګلستان پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د شان مسعود د ښې توپوهنې په مټ ٣٢٦ منډې وکړې.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ لوبه پرون (د اګست په پنځمه) په مانچسټر کې پيل شوه. په پيل کې د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د پاکستان د پيل توپوهونکى عابد علي او لوبډلمشر اظهر علي ډېر ژر وسوځېدل، چې لومړي يې ١٦ او دويم يې صفر منډې وکړې، خو وروسته شان مسعود او بابر اعظم ښه توپوهنه وکړه چې منډې يې ١٣٩ ته ورسولې.

ورپسې اسد شفيق يوازې ٧ منډې وکړې او محمد رضوان ٩ منډې وکړې چې خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه، خو شاداب خان بيا د ٤٥ منډو ملګرتيا له شان مسعود سره وکړه.

همدا راز ياسر شاه يوازې ٥ منډې وکړې، محمد عباس صفر، نسيم شاه صفر او شاهين شاه اپريدى په ٩ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

شاه مسعود بيا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٥٦ منډې يې وکړې، همدا راز بابر اعظم بيا ٦٩ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري سټارټ بروډ ٣، جوفرا ارچر ٣، کرس ووکس ٢، جېمز انډرسن ١ او ډام بيس ١ ويکټ ترلاسه کړه.

تر لنډې دمې وروسته به انګلستان خپله لومړۍ پاڼۍ پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې انګلستان او پاکستان د درې ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې دا لوبې د اى سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ برخه دي.

همدا راز له درې ټېسټ لوبو وروسته انګلستان او پاکستان د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کوي.

له کورونا وروسته انګلستان په دې وتوانېده چې کرکټ يو ځل بيا پيل کړي، چې لومړى يې له ويسټ انډيز سره درې ټېسټ لوبې، ورپسې يې له ايرلېنډ سره درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او اوس له پاکستان سره سيالۍ ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …