کورپاڼه / کرکټ / د ٢٠٢١ کال شل اوريز جام په هند او د ٢٠٢٢ په اسټراليا کې ترسره کېږي
اسټراليا او هند

د ٢٠٢١ کال شل اوريز جام په هند او د ٢٠٢٢ په اسټراليا کې ترسره کېږي

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) په وروستۍ غونډه کې هند د ٢٠٢١ کال د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب په خپل ځاى پاتې شو او اسټراليا به د ٢٠٢٢ کال نړيوال شل اوريز جام کوربه توب کوي.

همدا راز په دې غونډه کې د ښځو نړيوال جام چې په ٢٠٢١ کال کې ترسره کېدونکى و، ٢٠٢٢ کال ته وځنډول شو، چې په نيوزيلېنډ کې به د ٢٠٢٢ کال د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې ترسره شي.

د کريک انفو وېبپاڼې د راپور په وېنا، د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام به په هند کې د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې ترسره شي، چې پايلوبه به يې د نومبر په ١٤مه نېټه ترسره شي.

همدا راز اسټراليا چې د سږکال (٢٠٢٠) نړيوال جام اوريز جام کوربه توب يې کاوه او دا جام د کورونا له امله وځنډول شو، اوس به اسټراليا د ٢٠٢٢ کال نړيوال شل اوريز جام کوربه توب کوي، چې دا جام به د اکتوبر او نومبر مياشتو کې ترسره شي او پايلوبه به يې د نومبر په ١٣مه نېټه ترسره کېږي.

د ښځو نړيوال جام چې په راتلونکي کال کې ترسره کېدونکى و، يو بل د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) ستر جام دى، چې د کورونا له امله يو کال وځنډول شو.

د يادولو وړ ده چې اى سي سي په خپله تېره غونډه کې د روان کال نړيوال شل اوريز جام چې په اسټراليا کې ترسره کېدونکى و، د کورونا له امله وځنډاوه، د دې جام له ځنډولو سره سم د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ترسره کېدو لپاره هم وخت پېدا شو.

د ياد جام له ځنډېدو وروسته د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د اى پي ايل سيالۍ به په متحده عربي اماراتو کې سږکال ترسره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …