کورپاڼه / هنر او کلتور / کترينه کېف په کرکټ پسې خپه شوې
کترينه کېف

کترينه کېف په کرکټ پسې خپه شوې

د هندي فلمونو مخکښه او ښايستوکې هنرمنده کترينه کېف هم د کورونا ويروس د نړيوالې وبا پر مهال د کرکټ په لوبو پسې خپه شوې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده کترينه کېف د ګرځبندېز پر مهال په ممبۍ کې په خپل کور کې ده، چې ټوله ورځ د کور په کارونو ترسره کولو تېروي او هره ورځ په ټولنيزو رسنيو کې له خپلو مينه والو سره عکسونه او ويډيوګانې هم خپروي، چې د هغې مينه وال يې ډېر خوښوي.

کترينه کېف د عکسونو او ويډيوګانو خپرونکي اپليکشن انسټاګرام کې يو عکس خپور کړى دى، دا عکس پخوانى ښکاري او داسې ښکاري لکه چې د کرکټ د کومې لوبې پر مهال اخيستل شوى وي. په عکس کې ښکاره کېږي چې د هغې په لاس کې بېټ دى او هغه خپلې توپوهنه ته په تمه دي او د خپلې لوبډلې لوبه په ډېر شوق سره ګوري.

کترينه کېف ١

کترينه کېف له خپل دې عکس سره ليکلي دي، چې د هغې کرکټ ډېر يادېږي، هغه د کرکټ لپاره هر وخت چمتو وي، که د کرکټ بشپړ کټ ورسره وي او که نه وي.

د کترينه کېف مينه والو دا عکس ډېر خوښ کړى دى او په څو ساعتونو کې پرې بلها لايکونه او تبصرې شوې دي.

٣٧ کلنه کترينه کېف چې په ٢٠٠٣ کال کې يې په هندي فلمونو کې کار پيل کړى دى، تراوسه پورې يې په لسګونو مشهورو فلمونو کې کار کړى دى.

د هغې وروستى فلم په ٢٠١٩ کال کې له سلمان خان سره نندارې ته وړاندې شو چې (بهارت) نومېده، همدا راز د هغې يو بل فلم (سورياونشي) چې له اکشى کمار سره يې پکې کار کړى دى، بشپړ شوى دى او سږکال نندارې ته وړاندې کېده، خو د کورونا له امله تراوسه پورې نه دى خپور شوى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …