کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ مخکښ توپوهونکى کېن ويليمسن ٣٠ کلن شو
کېن ويليمسن

د کرکټ مخکښ توپوهونکى کېن ويليمسن ٣٠ کلن شو

د نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى او لوبډلمشر کېن ويليمسن نن ٣٠ کلن شو، هغه په ١٩٩٠ کال کې د اګست په اتمه نېټه د نيوزيلېنډ په تورانګه کې زېږېدلى و.

ښي لاسى د ټاپ ارډر توپوهونکى کېن ويليمسن په ٢٠١٠ کال کې په لومړي ځل د نيوزيلېنډ لپاره ټېسټ او نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او په ورپسې ٢٠١١ کال کې يې بيا په نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم ګډون وکړ.

کېن ويليمسن په خپله لومړۍ او دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په صفر وسوځېده، د اکتوبر په ١٤مه نېټه هغه د بنګله دېش پر وړاندې په لوبه کې سليزه ووهله او د نيوزيلېنډ تر ټولو کم عمره توپوهونکى شو چې سليزه يې ووهله.

همدا راز د هند پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه او لومړۍ پاڼۍ کې نوموړي ١٣١ منډې وکړې او د نيوزيلېنډ اتم توپوهونکى شو چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې سليزه ووهله.

په ٢٠١٤ کال کې کريک انفو هغه د نړيوال شل اوريز جام په دويمه غوره لوبډله کې شامل کړ او همدا راز کريک بز بيا د ټېسټ په غوره لوبډله کې هم شامل کړ.

په ٢٠١٦ کال کې د مارچ په مياشت کې کېن ويليمسن د نيوزيلېنډ لوبډلمشر وټاکل شو، چې په درې واړه بڼو کې هغه د نيوزيلېنډ لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري.

کېن ويليمسن همدا راز په تجارتي ليګونو کې هم يو مخکښ لوبغاړى دى او د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

کېن ويليمسن تراوسه پورې د نيوزيلېنډ لپاره ٨٠ ټېسټ، ١٥١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې د ٥٠.٩٩ په اوسط ٦٤٧٦ منډې کړې دي، چې ٢١ سليزې او ٣٢ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. په يوه لوبه کې يې زياتې منډې ٢٤٢ ناسوځېدلې دي.

د ٤٧.٤٨ په اوسط يې بيا په يو ورځنيو لوبو کې ٦١٧٣ منډې کړې دي، چې ١٤٨ زياتې منډې لري او ١٣ سليزې او ٣٩ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

په شل اوريزو لوبو کې هغه بيا د ٣٢.٦٤ په اوسط او ١٢٥.١٨ په سټرايک رېټ سره ١٦٦٥ منډې کړې دي، چې زياتې منډې يې ٩٥ دي او ١١ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

همدا راز نوموړي بيا په ټېسټ کې ٢٩، يو ورځنيو کې ٣٧ او شل اوريزو کې ٦ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …