کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ هنرمندې سبا قمر په جومات کې د سندرې ريکارډنګ کړى
سبا قمر

پاکستانۍ هنرمندې سبا قمر په جومات کې د سندرې ريکارډنګ کړى

د پاکستان يوې مشهورې هنرمندې سبا قمر او بلال سعيد يو جومات ته سپکاوى کړى دى، دوى په جومات کې دننه د يوې سندرې ريکارډنګ يا ثبت کړى دى.

د پاکستان د جي اېن اېن ټلويزيون د راپور په وېنا، سبا قمر او بلال سعيد دا سندره په وزير خان جومات کې ثبت کړې ده. دوى وايي چې په دې جومات کې د سندرې ثبت د ځايي ادارې له اجازې پرته ترسره شوى دى او جومات ته يې سپکاوى کړى دى.

صبا قمر

سبا قمر دوه ورځې وړاندې په دغه جومات کې د خپلې نڅا ويډيو هم خپره کړې ده. دا ويډيو چې سبا قمر په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، په وزير خان جومات کې جوړه شوې ده چې په جومات کې دننه پکې نڅا کوي.

د جي اېن اېن د راپور په وېنا، سبا قمر او بلال سعيد په اوس وخت کې د خپلې راتلونکې سندرې (قبول هى) لپاره ثبت کاوه او د دې سندرې ثبت يې په وزير خان جومات کې کړى دى.


په راپور کې ويل شوي دي، چې ځايي حکومتي چارواکي له پېښې خبرېدو وروسته خبر ورکړى دى چې دوى به د سبا قمر او بلال سعيد پر وړاندې قانوني ګامونه پورته کړي.

همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې د دې ويډيو له خپرېدو وروسته سبا قمر د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده. ډېرى خلکو په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي دي، چې سبا قمر او بلال سعيد جومات ته سپکاوى کړى دى او بايد ورته سزا ورکړل شي.

صبا قمر

سبا قمر د پاکستان مشهوره هنرمنده ده، چې نه يوازې په پاکستاني فلمونو او سريالونو کې يې کار کړى دى، بلکې په هندي فلم (هندي ميډيم) کې يې هم له عرفان خان سره کار کړى دى چې دا فلم يې ډېر مشهور شوى و.

سبا قمر د کرنټين پر مهال يو يوټيوب چېنل هم جوړ کړى دى، چې د خپل يوټيوب چېنل لپاره يې د ويډيوګانو جوړولو يوه لړۍ هم پيل کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …