کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د (پټان) په نوم فلم کې کار کوي
شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د (پټان) په نوم فلم کې کار کوي

د هندي سينما مخکښ هنرمند شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د (پټان) په نوم په نوي فلم کې کار کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، شاه رخ خان د خپل وروستي فلم نندارې ته وړاندې کېدو دوه کاله وروسته په يو نوي فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړى دى چې دا فلم (پټان) نومېږي.

پټان کلمه چې هنديان يې پښتنو يا افغانانو ته کاروي، شاه رخ خان چې په خپله هم پښتون دى، په (پټان) فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړى دى او ويل کېږي، چې دا داسې فلم دى چې شاه رخ خان ورته په تمه و.

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون ١

د فلم د کيسې په تړاو څه نه دي ويل شوي چې د فلم کيسه د څه په اړه ده، خو له نوم څخه يې واضحه کېږي چې د پښتون اړوند به حتماً يو څه ولري.

دا فلم سدارت انند جوړوي، چې يو اېکشن فلم دى او د يش راج فلمز شرکت له لوري به جوړ شي.

د شاه رخ خان وروستى فلم (زيرو) خپور شوى و، چې څومره هيلې ترې کېدې، هغه هومره خلکو خوښ نه کړ، همدا لامل و چې شاه رخ خان ويل چې  دا ځلې به د يوې ښې کيسې په تمه وي، تر څو په يو ښه فلم کې کار وکړي.

هندي رسنۍ بالي ووډ هنګامه په يو راپور کې وايي، چې ځينو سرچينو ورته ويلي دي، چې شاه رخ خان له ډېر وخت راهيسې د همداسې يو فلم په تمه و، چې اوس ورته سدارت انند وړانديز وکړ او هغه هم ومانه.

دپيکا پاډوکون او شاه رخ خان

په دې فلم کې له شاه رخ خان سره دپيکا پاډوکون کار کوي، چې تر دې مخکې دواړو په اوم شانتي اوم، هېپي نيو اير او چيناى ايکسپرېس فلمونو کې کار کړى دى.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې شاه رخ خان د (مايي نېم از خان) په نوم يو فلم کې هم کار کړى و چې دا فلم ډېر زيات مشهور شوى و. دا فلم هم د پښتنو په اړه و او پېغام يې دا ورکاوه، چې پښتانه ترهګر نه دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …