کورپاڼه / کرکټ / پاکستان د انګلستان لوبډلې ته د ٢٧٧ منډو هدف وټاکه
ياسر شاه

پاکستان د انګلستان لوبډلې ته د ٢٧٧ منډو هدف وټاکه

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې د پاکستان توپوهونکي ښه ونه ځلېدل او ټوله لوبډله يې په ١٦٩ منډو وسوځېده، چې انګلستان ته يې د ٢٧٧ منډو هدف وټاکه.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٢٦ منډې کړې وې، چې انګلستان يې بيا په ٢١٩ منډو وسوځاوه او د ١٠٧ منډو مخکېوالى يې ترلاسه کړ.

په دويمه پاڼۍ کې د پاکستان پيليز توپوهونکى شان مسعود، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې تر يو نيم سل زياتې منډې کړې وې، په صفر وسوځېده، همدا راز نورو لوبغاړو کې هم چا ښه توپوهنه ونه شوه کولاى.

د پاکستان لپاره زياتې منډې ياسر شاه ترلاسه کړې، هغه ٣٣ منډې وکړې. په نورو توپوهونکو کې اسد شفيق ٢٩، محمد رضوان ٢٧ او عابد علي ٢٠ منډې وکړې.

د پاکستان ټول لوبغاړي د ١٦٩ منډو کولو وروسته اوټ شول او انګلستان ته يې د ٢٧٧ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان له لوري سټارټ بورډ ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کرس ووکس او بين سټوکس ٢-٢، جوفرا ارچر او ډام بيس بيا ١-١ ويکټ واخيسته.

نن د لومړۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده، چې انګلستان د ٢٧٧ منډو هدف د تعقيب په پار توپوهنه پيل کړې ده.

که چېرته انګلستان د لومړۍ پاڼۍ په څېر توپوهنه ونه کړي او د پاکستاني توپ اچونکو پر وړاندې ودرېږي، نو دوه ورځې لري چې په اسانۍ سره به ياد هدف ته ځان ورسوي.

خو پاکستاني توپ اچونکي بيا د انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې د توپوهونکو لپاره ډېر خطرناک ثابت شو، چې د انګلستان مهمو توپ اچونکو روري برنز، ډام سبلي، جو روټ او بين سټوکس ونه شول کولاى منډې ترلاسه کړي. دې څلور واړه توپوهونکو په ګډه ٢٦ منډې ترلاسه کړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …