کورپاڼه / کرکټ / هندي کرکټر يوژيندرا چاهل هم کوژده وکړه
يوژيندرا چاهل او دهناشري ورما

هندي کرکټر يوژيندرا چاهل هم کوژده وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې تکړه ورو توپ اچونکي يوژيندرا چاهل هم کوژده وکړه. نوموړي نن په خپل انسټاګرام کې د خپلې کوژدې عکسونه خپاره کړي دي.

يوژيندرا چاهل د دهناشري ورما سره کوژده کړې ده. نوموړې کوريوګرافره (هغه څوک چې د فلمونو پر مهال هنرمندانو ته نڅاوې ښايي) ده.

 

View this post on Instagram

 

We said “Yes” along with our families❤️ #rokaceremony

A post shared by Yuzvendra Chahal (@yuzi_chahal23) on


يوژيندرا چاهل په خپل انسټاګرام اکاونټ کې درې عکسونه خپاره کړي دي، چې په يو عکس کې د يوژيندرا چاهل او دهناشري ورما تر څنګ د دوى مور و پلار هم ښکاري.

يوژيندرا چاهل او دهناشري ورما ته د کوژدې مبارکي نه يوازې دا چې د هندي کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړو ورکړې ده، بلکې د هندي سينما هنرمندانو هم دواړو ته مبارکي ويلې ده او د ښه راتلونکې دعا يې ورته کړې ده.

٣٠ کلن يوژيندرا چاهل په ٢٠١٦ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړې دي، چې تر دې مهاله پورې يې ٥٢ نړيوالو يو ورځنيو او ٤٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

 

View this post on Instagram

 

We said “Yes” along with our families ❤️ #rokaceremony

A post shared by Dhanashree Verma (@dhanashree9) on


هغه تراوسه پورې په کومه ټېسټ لوبه کې برخه نه ده اخيستې.

يوژيندرا چاهل په ٥٢ يو ورځنيو لوبو کې ٩١ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ٤٢ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي سوځول دي، همدا راز په ٤٢ شل اوريزو لوبو کې يې ٥٥ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ٢٥ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي سوځول دي.

د يوژيندرا چاهل کوژدنه دهناشري ورما ډاکټره هم ده او همدا راز په يوټيوب کې هم ډېره فعاله ده، چې خپلې ويډيوګانې پکې خپروي او د دې تر څنګ کوريوګرافري هم کوي.


هغه د دهناشرمي ورما کمپني په نوم يو شرکت هم لري، چې نه يوازې د پروګرامونو جوړولو په برخه کې کار کوي، بلکې د خلکو د سندرو لپاره ويډيوګانې هم جوړوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …