کورپاڼه / بېلا بېل / افغانان جينيفر ګراوټ ته: ستا احترام او قدر موږ د حجاب او اسلام لپاره کاوه
جينيفر ګراوټ

افغانان جينيفر ګراوټ ته: ستا احترام او قدر موږ د حجاب او اسلام لپاره کاوه

امريکايۍ سندرغاړې چې څو کاله مخکې مسلمانه شوې وه، يو ځل بيا يې داسې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې د نورو مسلمانانو تر څنګ يې د افغانانو غبرګونونه هم پارولي دي.

دا تازه عکسونه چې هغې په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، هغه پکې حجاب نه لري او د هغه مهال په څېر، کله چې يې اسلام نه و قبول کړى پکې ښکاري.

جينيفر ګراوټ دا عکسونه د چکر پر مهال اخيستي دي او په هشټاګ کې يې هم ورسره دا يادونه کړې ده.

جينيفر ګراوټ ٢

نوموړې د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ډېر مينه وال درلودل او همدا لامل دى چې د نورو خلکو تر څنګ ورته افغانانو هم کمنټونه کړي دي او د هغې په دې نوو عکسونو يې تبصرې هم کړې دي.

د جينيفر ګراوټ دې عکسونو ته له دوه زرو څخه زيات کمنټونه شوي دي. د عبدالجميل ودان په نوم يو کس ورته ليکلي دي، چې ستا احترام او قدر موږ د حجاب او اسلام لپاره کاوه.

جينيفر ګراوټ ١

همدا راز په سلګونو کسانو ورته بيا ليکلي دي، چې له حجاب سره ښکلې ښکاري او حجاب دې بېرته په سر کړي. دوى ورته ويلي دي چې که خپل عکسونه په حجاب کې وګوري، نو په خپله به ورته معلومه شي.

د يادولو وړ ده چې جينيفر ګراوټ يوه امريکايۍ سندرغاړې وه، چې څو کاله مخکې مسلمانه شوه او په عربو کې يې په يوه کنسرټ کې هم ګډون کړى و.

جينيفر ګراوټ له څو کلونو راهيسې په حجاب کې عکسونه خپرول او همدا راز د تلاوت ويډيوګانې به يې هم خپرولې، چې خلکو به ډېرې خوښولې.

خو څو ورځې وړاندې هغې په يو پوسټ کې ويلي و، چې نه غواړي د خلکو لپاره ژوند وکړي او نه شي کولاى چې خلک ترې څه غواړي هماغسې وکړي.

هغې ويلي و چې هغه له حجاب پرته هم مسلمانه ده. هغې همدا راز دا هم ويلي و، چې ښايي د هغې له دې پرېکړې وروسته پرې ډېر خلک نيوکې هم وکړي خو هغه هر څه ته تياره ده او غواړي چې خپل ژوند په خپله خوښه تېر کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …