کورپاڼه / کرکټ / بين سټوکس د پاکستان پر وړاندې نورو لوبو کې ګډون نه کوي
بين سټوکس

بين سټوکس د پاکستان پر وړاندې نورو لوبو کې ګډون نه کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړى بين سټوکس د کورنۍ ستونزو له امله د پاکستان پر وړاندې په پاتې ټېسټ لوبو کې ګډون نه کوي.

د انګلستان کرکټ بورډ وايي، چې بين سټوکس د کورنۍ ځينو مسئلو له امله نه شي کولاى چې د پاکستان پر وړاندې په پاتې ټېسټ لوبو کې ګډون وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې بين سټوکس په روانه اونۍ کې له برېتانيې څخه نيوزيلېنډ ته ځي او د پاکستان پر وړاندې دوه ټېسټ لوبې، چې د اګست په ١٣ او ٢١ پيلېږي، په دواړو کې به ګډون ونه کړي.

خو د بين سټوکس په تړاو دا نه دي ويل شوي چې هغه کومې داسې ستونزې لري چې له امله يې دواړه ټېسټ لوبې پرېږدي.

بين سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر دى او د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د لوبډلمشر په نه شتون کې هغه د لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوى و.

نوموړي د ويسټ انډيز پر وړاندې په لوبو کې د انګلستان په بريا کې مهم رول لوبولى و.

د يادولو وړ ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ٣ ټېسټ لوبو لړۍ روانه ده چې لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره شوې ده، چې انګلستان پکې د ٣ ويکټو په توپير پاکستان ته ماتې ورکړه.

بين سټوکس په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ښه ونه ځلېده، خو کرس ووکس او جاس بټلر بيا په دويمه پاڼۍ توپوهنه کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او انګلستان لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د يادې لړۍ دويمه ټېسټ لوبه د اګست په ١٣مه نېټه پيلېږي. له ټېسټ سياليو وروسته بيا انګلستان او پاکستان د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …