کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې لوبغاړى افسر ځاځى ٢٧ کلن شو
افسر ځاځى

د ملي لوبډلې لوبغاړى افسر ځاځى ٢٧ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى افسر ځاځى ٢٧ کلن شو، هغه په ١٩٩٣ کال کې د اګست په لسمه نېټه زېږېدلى و.

افسر ځاځى د افغانستان په لومړنۍ ټېسټ لوبډله کې هم شامل و، چې د هند پر وړاندې ترسره شوې وه.

ښي لاسي توپوهونکي افسر ځاځي د افغانستان لپاره ٣ ټېسټ، ١٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده.

هغه په ټېسټ لوبو کې ټولې ١٣٥ منډې کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ٤٨ ناسوځېدلې زياتې منډې هم کړې دي. د هغه اوسط ٢٧.٠٠ دى.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ١٧.٦٠ په اوسط ٢٦٤ منډې کړې دي چې په يوه لوبه کې يې ٦٠ زياتې منډې کړې دي، هغه دوه پنځوسيزې هم وهلي دي.

همدا راز په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې لوبېدلى دى، چې ٩ منډې يې ترلاسه کړې دي.

افسر ځاځي همدا راز ٢٧ فرسټ کلاس، ٤٠ ليسټ اې او ١٦ شل اوريزو لوبو کې هم ګډون کړى دى. نوموړي په فرسټ کلاس لوبو کې ١١١١ منډې کړې دي چې زياتې منډې يې ١٢٤ دي. همدا راز په ليسټ لوبو کې يې بيا ٧٦٨ منډې کړې دي چې زياتې منډې يې ٧٥ دي او په شل اوريزو لوبو کې يې ٣١٥ منډې کړې دي چې زياتې منډې يې ٥٦ ناسوځېدلې دي.

هغه د افغانستان ملي لوبډلې پرته د افغانستان په اې لوبډلې، افغانستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې، بند امير زون لوبډلې او مس عينک اتلانو لوبډلې کې هم لوبېدلى دى.

نوموړي په ٢٠١٣ کال کې لومړۍ نړيواله شل اوريزه، ٢٠١٤ کال کې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ او په ٢٠١٨ کال کې لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون کړى و.

هغه په يو ورځنيو لوبو کې په وروستي ځل په ٢٠١٧ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې لوبېدلى او په ٢٠١٩ کال په ټېسټ لوبه کې يې هم د ويسټ انډيز پر وړاندې ګډون کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …