کورپاڼه / کرکټ / اى پي ايل ٢٠٢٠: ٥ بالران چې ښايي ډېرې ويکټې واخلي
عمران طاهر، راشد خان او پاټ کومنز

اى پي ايل ٢٠٢٠: ٥ بالران چې ښايي ډېرې ويکټې واخلي

له ډېر ځنډ او انتظار وروسته بالاخره د هند کرکټ بورډ د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې پلان کړې، چې د سپتمبر په ١٩مه به پيل شي او پايلوبه به يې د نومبر په ١٠مه ترسره شي.

دا ليګ په اصل کې د مارچ په ٢٩مه نېټه په هند کې ترسره کېدونکى و، خو د کورونا له امله وځنډېده، خو په وروستيو کې کله چې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) نړيوال شل اوريز جام ٢٠٢٢ ته وځنډاوه، نو د اى پي ايل ترسره کېدو لپاره وخت پېدا شو.

د (سرکل اف کرکټ) وېبپاڼې په خپله يوه ليکنه کې د پنځه توپ اچونکو يادونه کړې ده، چې ښايي په راروان اى پي ايل ليګ کې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړي.

پاټ کومنز

پاټ کومنز

پاټ کومنز چې د ٢٠٢٠ کال په اى پي ايل بولۍ کې ګرانبيه لوبغاړى و، چې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ١٥.٥٠ کروړه هندي روپيو ترلاسه کړل. دا دويم ځل دى چې نوموړى د يادې لوبډلې لپاره لوبېږي.

کومنز په اى پي ايل کې تراوسه پورې ١٦ لوبې ترسره کړې دي او ١٧ لوبغاړي يې سوځولي، نوموړى د څه وخت لپاره د اى سي سي د ټېسټ درجه بندۍ لومړى مقام لرونکى توپ اچونکى هم و.

ډېر هيله شته چې سږکال په اى پي ايل کې د کلکته نايټ رايډرز لپاره پاټ کومنز تر نورو ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

عمران طاهر

عمران طاهر

متحده عربي امارات د ورو يا سپين توپ اچونکو لپاره ډېر ښه ځاى دى، نو عمران طاهر هم يو له هغه توپ اچونکو څخه دى چې ښايي سږکال ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

د سويلي افريقا دا تکړه توپ اچونکى د چيناى سوپر کينګز لوبډلې لپاره لوبېږي. هغه په تېرو دوه اى پي ايل ليګونو کې د چيناى سوپر کينګز لپاره په ٢٣ لوبو کې ٣٢ ويکټې ترلاسه کړې دي.

٤١ کلن عمران طاهر د ويکټې تر ترلاسه کولو وروسته په ځانګړې ډول خوشحالي کوي چې په دې برخه کې هم ډېر پېژندل کېږي. نوموړي تراوسه پورې د اى پي ايل په ٥٥ لوبو کې ګډون کړى دى او ٧٩ ويکټې يې ترلاسه کړې دي، چې ښايي سږکال هم کمال ښکاره کړي.

راشد خان

راشد خان

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، په ٢٠١٧ کال کې يادې لوبډلې اخيستى و او تراوسه پورې له همدغه لوبډلې سره دى.

نوموړي تراوسه پورې په ٤٦ لوبو کې ګډون کړى دى او ٥٥ ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

٢١ کلن راشد خان مخکښ ورو توپ اچونکى دى او ښايي سږکال په متحده عربي اماراتو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره ښه ثابت شي او ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

نوموړى نه يوازې دا چې ښه توپ اچونکى دى، بلکې ځينې ځينې وخت ډېره ښه توپوهنه هم ترسره کوي.

يوژيندرا چاهل

يوژيندرا چاهل

په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره لوبېدونکى يوژيندرا چاهل هم يو له هغه توپ اچونکو څخه دى، چې ښايي سږ کال ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

نوموړي تراوسه پورې ٨٤ لوبې په اى پي ايل کې ترسره کړې دي او ١٠٠ لوبغاړي يې سوځولي دي.

چاهل دا وړتيا لري چې په داسې وختونو کې ويکټې ترلاسه کولاى شي، کله چې يې لوبډلې ته اړتيا ډېره وي. د متحده عربي اماراتو پيچونه د چاهل لپاره هم ډېر په زړه پورې دي.

جسپريت بومرا

جسپريت بومرا

جسپريت بومرا د اى پي ايل سياليو څخه راوتلى او وروسته د هند کرکټ ملي لوبډله کې هم ځلېدلى دى. هغه په ٢٠١٣ کال کې ممبۍ انډينز لوبډلې اخيستى و، چې وروسته د نړۍ په کچه يو غوره توپ اچونکى شو.

بومرا په ځانګړې توګه په وروستيو اورونو کې تل ګټور ثابت شوى دى. هغه تراوسه پورې ٧٧ لوبې په اى پي ايل کې ترسره کړې دي او ٨٢ لوبغاړي يې سوځولي دي. هغه دا وړتيا لري چې هر وخت ښه يارکرونه کولى شي.

جسپريت بومرا هم يو له هغه توپ اچونکو څخه دى، چې ښايي وکولاى شي په متحده عربي اماراتو کې سږکال د خپلې لوبډلې لپاره ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …