کورپاڼه / هنر او کلتور / کترينه کېف له ١٠٠ بې وزله نڅاګرو سره نغدي مرسته وکړه
کترينه کېف

کترينه کېف له ١٠٠ بې وزله نڅاګرو سره نغدي مرسته وکړه

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې کترينه کېف د سل هغه بې وزله نڅاګرو سره مرسته وکړه، چې په فلمونو کې د مرکزي کردارونو شاته نڅاوې کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، کترينه کېف د يادو سلو نڅاګرو اکاونټونو ته پېسې جمع کړې دي، تر څو د ګرځبندېز پر مهال پرې خپل ژوند پر مخ يوسي او همدا راز ډېر شمېر کسانو بيا ځانته واړه واړه کارونه هم پيل کړي دي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د ګرځبندېز له امله د نورو کارونو تر څنګ د فلمونو ثبت هم درېدلى و او له دې امله په سلګونو هغه نڅاګر او نڅاګرې چې په فلمونو کې به يې نڅاوې کولې، بېکاره شوي و، چې اقتصادي ستونزو سره مخ و.

کترينه کېف ١

يادو سلو نڅاګرو ته نغدي پېسې لېږل شوې دي، تر څو د ګرځبندېز پر مهال پرې خپل ژوند ته دوام ورکړي، تر څو چې د فلمونو ثبت بېرته نه پيلېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د کترينه کېف له لوري ورکړل شويو پېسو باندې ډېرو نڅاګرو بيا کارونه هم پيل کړي دي. ځينو د ترکارۍ پلورلو، هګۍ او نورو شيانو پلورلو کار ته ملا تړلې ده.

د هيتل په نوم يوې نڅاګرې رسنيو ته ويلي دي، چې هغه سهار وختي درې بجې له کوره وځي، ماشومان ټول په کور کې پرېږدي، د ترکارۍ له منډۍ څخه ترکاري راوړي او بيا يې پلوري.

کترينه کېف او سلمان خان

همدا راز د سوراني په نوم يوې بلې نڅاګرې بيا ويلي دي، چې له تېرو پنځه مياشتو راهيسې په کور کې ناست يو، کارونه ټول په ټپه ولاړ دي او د کورونو مصارف پوره کول ګران شوي دي. هغه وايي چې په داسې حالاتو کې ان ځينې نڅاګرې دې ته هم مجبوره شوې چې بدن پلورنې ته يې مخه کړه.

هغې د کترينه کېف څخه مننه کړې ده، چې په دې سخت وخت کې يې د هغوى لاسنيوى کړى دى او د هغې له لوري په ورکړل شويو پېسو باندې يو شمېر کسانو خپل کارونه هم پيل کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عدنان سميع ١

د عدنان سميع ٤٩مه کليزه؛ د هغه په اړه جالب حقيقتونه دلته ولولئ

عدنان سميع، چې پوره نوم يې عدنان سميع خان دى، د هند يو له مشهورو …