کورپاڼه / جالب / د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې نجلۍ
نرۍ ملا لرونکې نجلۍ ٢

د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې نجلۍ

تاسې به په نړۍ کې تر ټولو چاغ، نري او اوږده انسانان ليدلي وي او يا به مو هم د هغوى په اړه اورېدلي وي، خو نن تاسې سره د يوې داسې نجلۍ په اړه معلومات شريکوو، چې په ښځو کې تر ټولو نرۍ ملا لري.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ميانمار اوسېدونکې ٢٣ کلنه سومو نينګ، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې نن سبا عکسونه ډېر خپرېږي، د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې نجلۍ ده.

د سومو نينګ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د هغې لامل دا دى چې هغه د نورو ښځو په څېر ښايسته يا بل څه نه، بلکې د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې نجلۍ ده.

٢٣ کلنه سومو نينګ ادعا لري چې د هغې ملا ١٣.٧ انچه ده او د هغې د نرۍ ملا ځانګړې خبره دا ده، چې دا ورته په ميراث کې رسېدلې ده.

نرۍ ملا لرونکې نجلۍ ١

سومو نينګ وايي، چې زه هېڅ ناروغي نه لرم او په بشپړه توګه له روغتيا څخه برخمنه يم، زه د خپلو خواړو او څښاک هم پوره پاملرنه کوم.

نوموړې همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، چې  زما په نرۍ ملا کې هېڅ بده خبره نشته دى، بلکې زه چې کله هم په ټولنيزو رسنيو کې خپل عکسونه خپروم، نو خلک يې ډېر خوښوي او ډېرې په زړه پورې تبصرې هم پرې کوي.

د يادولو وړ ده چې نرۍ ملا د ښايست لپاره هم د تشبيه په ډول يادول کېږي، خو سومو نينګ بيا هغه نجلۍ ده چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زياته نرۍ ملا لري.

په ټولنيزو رسنيو کې د هغې په عکسونو او نرۍ ملا يې بلها خلک تبصرې هم کوي، ځينې يې د نرۍ ملا درلودو له امله ستايي خو ځينې ورته بيا توصيې هم کوي، چې نرۍ ملا خو ښه وي، خو دومره هم نه لکه دا يې چې لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مور او لور

مور ٦٠ کلنه، لور ٣٠ کلنه؛ خو دواړه لکه د غبرګونو خويندو پېژندل يې ګران دي

تاسې خو به د غبرګونو خويندو په اړه ډېر اورېدلي وي، چې ډېرى مهال يې …