کورپاڼه / کرکټ / هغه لوبغاړي چې په نړيوال ټېسټ چيمپينشپ کې يې تراوسه زياتې منډې او ويکټې ترلاسه کړي
سټارټ بروډ او مارنوس لابوشين

هغه لوبغاړي چې په نړيوال ټېسټ چيمپينشپ کې يې تراوسه زياتې منډې او ويکټې ترلاسه کړي

د ټېسټ سياليو نړيواله اتلولي يا اى سي سي نړيوال ټېسټ چيمپين شپ چې د ٢٠١٩ کال د اګست په لومړۍ نېټه پيل شوى او د ٢٠٢١ کال د جون تر ١٤مې نېټې پورې به دوام وکړي، ٩ لوبډلې پکې ګډون لري او اوس د پاکستان او انګلستان ترمنځ د ياد چيمپينشپ لوبې روانې دي.

دا ٩ لوبډلې ٧٢ ټېسټ لوبې ترسره کوي، تر دې مهاله پورې چې کومو لوبغاړو په دې سياليو کې زياتې منډې او ويکټې ترلاسه کړې دي، په هغوى کې د مارنوس لابوشين او سټارټ بروډ نومونه په سر کې دي.

اسټراليايي توپوهونکي مارنوس لابوشين تراوسه پورې په دې سياليو کې ١٢٤٩ منډې ترلاسه کړي دي او تر نورو ټولو مخکښ دى. همدا راز ورپسې د انګلستان بين سټوکس دى، چې ١١٣١ منډې يې ترلاسه کړي دي.

د اسټراليا سټيو سميت بيا په دريم مقام کې دى چې ١٠٢٨ منډې يې ترلاسه کړي دي او ډيويډ وارنر بيا ٨٨١ منډې کړې دي. همدا راز جو روټ ٨٢٨، ماينک اګروال ٧٧٩، روري برنز ٧٣١، اجينکى ريهانى ٧١٥، بابر اعظم ٦٨٩ او ويراټ کوهلي ٦٢٧ منډې کړي دي.


د توپ اچونکو په برخه کې بيا د انګلستان سټارټ بروډ تر ټولو مخکې دى چې ٥٩ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز پاټ کومنز ٤٩، نيتن ليون ٤٧، محمد شامي ٣٦، جوفرا ارچر ٣٦، ټام ساوټي ٣٣، مچل سټارک ٣٣، جوش هېزلوډ ٣١، ايشانت شرما ٣٠ او بين سټوکس ٢٩ ويکټې ترلاسه کړي دي.


د يادولو وړ ده چې په نړيوال ټېسټ چيمپينشپ کې تراوسه پورې هند زياتې لوبې ګټلې دي او تر نورو لوبډلو مخکې دى چې ٣٦٠ نومرې لري. ورپسې دويم د اسټراليا لوبډله ده چې ٣٩٦ نومرې لري، انګلستان بيا د ٢٦٦ نومرو سره په دريم او نيوزيلېنډ د ١٨٠ نومرو سره په څلورم مقام کې ده. همدا راز پاکستان پنځم مقام لري چې ١٤٠ نومرې يې ترلاسه کړې دي.

د بنګله دېش لوبډله بيا تراوسه پورې هېڅ لوبه نه ده ګټلې او تر ټولو وروستۍ ده. همدا راز سريلانکا ٨٠، ويسټ انډيز ٤٠ او سويلي افريقا ٢٤ نومرې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …