کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند مشهور شاعر راحت اندوري د کورونا له امله ومړ
راحت اندوري

د هند مشهور شاعر راحت اندوري د کورونا له امله ومړ

د هندوستان مشهور شاعر راحت اندوري هم له نړۍ سترګې پټې کړې، هغه نن سهار په خپل ټويټر ليکلي و، چې د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اوسني وخت د هند او اردو ژبې ستر او نوموتى شاعر ډاکټر راحت اندوري د ٧٠ کلونو په عمر نن ومړ، هغه تېره ورځ کورونا ويروس نيولى و.

هغه په خپل ټويټر پېغام کې ليکلي و، چې د کورونا لومړنۍ نښې پکې ښکاره شوې، چې له هغه وروسته يې ټېسټ وکړ او د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلى دى. هغه همدا راز دا هم ويلي و، چې په روغتون کې بستر شوى دى او له خپلو مينه والو يې د دعا غوښتنه کړې وه، چې له کورونا بېرته ژر ورغېږي.

خو ژوند ورسره وفا ونه کړه او د ٧٠ کلونو په عمر ومړ.

راحت اندوري په ١٩٥٠ کال کې د جنورۍ په لومړۍ نېټه زېږېدلى و، چې د اردو ادب د ښوونکي په توګه يې دنده هم ترسره کړې وه او وروسته يې په يو شمېر ټلويزيوني خپرونو کې هم ګډون کړى و.

ډاکټر راحت اندوري د هندي فلمونو لپاره سندرې هم ليکلې او همدا راز د سندرو په يو شمېر خپرونو کې يې هم مشري کړې وه.

د هغه په مشهورو کتابونو کې (دهوپ دهوپ، ميرى بعد، پانچوا درويش، رت بدل ګئي، ناراض، موجود) او نور شامل دي. هغه په اردو شاعرۍ کې ځانګړى مهارت درلود او ډېر خلک يې د شعر مينه وال و.

راحت اندوري په ١٩٧٥ کال کې د بوپال له يو پوهنتون څخه په اردو ادب کې ليسانس وکړ او په ١٩٨٥ کال کې يې بيا په اوپن پوهنتون کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ.

د هغه پلار د يو شرکت څښتن و او په خپلو خويندو او وروڼو کې څلورم و.

Loading...

دا هم ولولئ

عدنان سميع ١

د عدنان سميع ٤٩مه کليزه؛ د هغه په اړه جالب حقيقتونه دلته ولولئ

عدنان سميع، چې پوره نوم يې عدنان سميع خان دى، د هند يو له مشهورو …