کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهور هنرمند سنجى دت په سرطان اخته شوى
سنجى دت

د هندي فلمونو مشهور هنرمند سنجى دت په سرطان اخته شوى

د هندي فلمونو مشهور هنرمند سنجى دت د سږو په سرطان اخته شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بالي ووډ دا مشهور ممثل سنجى دت د سږو په سرطان اخته شوى دى، چې د سږو سرطان  يې اوس په دريمه درجه کې دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سنجى دت به په عاجل ډول د خپلې درملنې لپاره امريکا ته لاړ شي. هغه څو ورځې وړاندې د ناروغۍ له امله په روغتون کې هم بستر شوى و.

سنجى دت د ټولنيزو رسنيو مشهورې وېبپاڼې ټويټر کې په خپل يو پېغام کې ليکلي دي: ((ملګرو زه د درملنې په پار له کار څخه ليرې کېږم، د درملنې پر مهال به مې زما کورنۍ او ملګري زما سره وي.))

هغه همدا راز له خلکو غوښتنه کړې وه، چې پرېشانه کېږي دې نه او په اوازو پسې دې هم غوږونه نه وړي، هغه وويل چې د ټولو په مينه او دعا به يو ځل بيا د دوى سره وي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې سنجى دت په تنفس کې مشکل او په سينه کې درد درلود، چې له امله يې د ممبۍ په ليلاوتي روغتون کې بستر شوى و، د هغه د کورونا ټېسټ هم شوى و، چې منفي راوتلى و.

په روغتون کې له بستر کېدو سره سم د سنجى دت مينه وال خپه شوي و، چې وروسته هغه په يو ټويټ کې وليکل، چې زه تاسې ته يقين درکوم چې روغ او جوړ يم، د ډاکټرانو تر څارنې لاندې يم او زما د کورونا ټېسټ منفي راغلى دى.

د يادولو وړ ده چې سنجى دت د هندي فلمونو مشهور هنرمند دى، چې دوه فلمونه يې په نږدې ورځو کې په انلاين بڼه هم خپرېږي. په دې فلمونو کې (سرک ٢) او (تورباز) شامل دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …