کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د جاپان مشهور شرکت ټوشيبا د ليپټاپونو جوړول بند کړل
ټوشيبا

د جاپان مشهور شرکت ټوشيبا د ليپټاپونو جوړول بند کړل

د جاپان د ټېکنالوژۍ يو مشهور شرکت ټوشيبا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې له دې وروسته به لېپټاپونه او کمپيوټرې نه جوړوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ټوشيبا شرکت مسوولينو دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د ياد شرکت د ټولې ونډې يې وپلورلې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په ٢٠١٨ کال کې يو جاپاني شرکت (شارپ) د ټوشيبا شرکت د کمپيوټر او لېپټاپونو جوړولو ٨٠ سلنه ونډې په ٣٦ ميليونه ډالرو اخيستې وې.

اوس تازه د ټوشيبا شرکت له لوري يوه خبرپاڼه خپره شوې ده، چې پکې ويل شوي دي چې شارپ شرکت د ټوشيبا شرکت پاتې ٢٠ سلنه ونډې هم واخيستلې.

ټوشيبا شرکت د ټي ١١٠٠ په نوم خپل لومړى لېپټاپ په ١٩٨٥ کال کې بازار ته وړاندې کړى و چې څلور کيلو وزن يې درلود او ٣.٥ انچه فلوپي ډسک يې و.

د ټوشيبا شرکت په ٢٠١١ کال کې له ١٧ ميليونو څخه ډېر کمپيوټرونه پلورلي و، خو په ٢٠١٧ کال کې د دې په پلور کې کمى راغى او يوازې ١.٩ ميليونه پاتې شو.

د يادولو وړ ده چې ټوشيبا د ټېکنالوژۍ يو له مشهورو شرکتونو څخه دى، دې شرکت د کمپيوټرونو او لېپټاپونو تر څنګ نور ډېر اليکترونيکي شيان جوړول، د بېلګې په ډول ټلويزيونونه او د اتومي انرژۍ وسايل.

په ٢٠١٥ کال کې دغه شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې ٥.٤ ميليارده کلنى تاوان يې کړى دى، چې له هغه وروسته يې د ٦٨٠٠ دندو کمولو اعلان هم کړى و.

د ياد خبر تر خپرېدا وروسته په بازار کې د ټوشيبا شرکت ونډې هم لس سلنه رالوېدلې وه چې دا شرکت يې له لا نور ډېر زيان سره مخ کړى و. همدا راز د دې خبر تر خپرېدو وروسته بيا د ياد شرکت مشر او مرستيال هم له خپلو دندو استعفاوې ورکړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …