کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د ٥ لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول شرکتونو ته ورکړ
شپږيزه کرکټ ليګ

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د ٥ لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول شرکتونو ته ورکړ

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د ٥ لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول شرکتونو ته ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز پنځه بېلا بېلو شرکتونو ترلاسه کړ، خو د نورو کلونو په پرتله، سږکال د کورونا له امله د دې لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول يادو شرکتونو ته ورکړل شوى دى.

د کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې د سپين غر پړانګان لوبډلې، ايوبي سپورټس کمپليکس د کابل بازان لوبډلې، نويد احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت د امو نهنګان لوبډلې، د ډېلي فرېش کمپنۍ د بند امير لوبډلې او حضرت سوداګريز شرکت د مس عينک لوبډلې د ملکيت امتياز په وړيا ډول ترلاسه کړ.

د کرکټ بورډ اجراييه رييس چې نن يې په کرکټ بورډ کې د يادو لوبډلو قراردادونه د يادو شرکتونو له مسوولينو سره لاسليک کړ، وويل چې له دې امله يې د لوبډلو د ملکيت امتياز فيس دوى ته معاف کړى دى، چې کورونا شرکتونو ته هم زيان رسولى دى او دا د کرکټ بورډ له لوري دوى ته ډالۍ ده.

خو د يادولو وړ ده چې د لوبغاړو فيسونه او نور ټول مصارف به د لوبډلو د مالکينو په غاړه وي.

د دغه قراردادونو د لاسليک پر وخت نظيم جار عبدالرحيمزي وويل: ((شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو ستر لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر پیاوړي او پټ استعدادونه موندلي دي او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي ترلاسه کړي.))

نظيم جار عبدالرحيمزى

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه: ((د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.))

همدا راز د بوست ساتونکو لوبډلې د ملکيت امتياز بيا تراوسه کوم شرکت نه دى ترلاسه کړى.

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په شپږمه نېټه پيلېږي او د سپتمر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د يادولو وړ ده چې په ٢٠١٩ کال کې د شپږم پړاو شپږيزې ليګ لپاره د هرې لوبډلې د ملکيت امتياز د ١٥ زره امريکايي ډالرو په بدل کې شرکتونو ته ورکړل شوى و. تېر کل د مس عينک اتلانو لوبډله وزيرزي ګروپ اخيستې وه، چې د ياد ليګ اتلولي يې هم خپله کړه، خو سږکال يې په شپږيزه کې د کومې لوبډلې امتياز نه دى ترلاسه کړى.

همدا راز تېر کال بيا د کابل بازانو او ننګرهار پړانګانو لوبډلې د ملکيت امتياز هيچا نه و اخيستى او د دې دواړو لوبډلو مصارف کرکټ بورډ په خپله ورکړي و.

همدا راز په ٢٠١٧ کال کې بيا د پنځم پړاو شپږيزې کرکټ ليګ لپاره په ټولو لوبډلو بولي ترسره شوې وه، چې پاراګون تجارتي ګروپ د بند امير ښامارانو لوبډله په ١٥٠ زره امريکايي ډالرو، المصافي شرکت د امو نهنګانو لوبډله په ١١٠ زره امريکايي ډالرو، وزيرزي ګروپ د مس عينک اتلانو لوبډله په ٩٠ زره امريکايي ډالرو، جنرال پيټروليم د کابل بازانو لوبډله په ٨٩ زره امريکايي ډالرو، مسلميار ګروپ د سپين غر پړانګانو لوبډله په ٦٩ زره امريکايي ډالرو او عارف عظيم ګروپ د بوست ساتونکو لوبډله په ٨٠ زره امريکايي ډالرو اخيستې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …