کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد اميرخېل: خپل مشران په خپله مه سپکوئ
جاوېد اميرخېل او ولسمشر غني

جاوېد اميرخېل: خپل مشران په خپله مه سپکوئ

د هېواد مخکښ او نوموتى هنرمند جاوېد اميرخېل وايي، چې خپل مشران په خپله مه سپکوئ، ضرور نه ده چې ولسمشر دې د يوې قوي پالېسۍ، قوي سياست تر څنګ يو دکلماتور هم اوسي.

په ټولنيزو رسنيو کې د ولسمشر غني په اړه يو ځل بيا وروسته له هغې بحثونه پيل شو، چې د کوزې پښتونخوا يو هلک په يوه ويډيو کې داسې څرګندونې وکړې، چې د افغانانو غبرګون يې راپورته کړ.

په دې تړاو د نورو خلکو تر څنګ مشهور سندرغاړي جاوېد اميرخېل هم يو پوسټ کړى دى او له ولسمشر غني څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

جاوېد اميرخېل په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((همفکره ملګري دې له غوصې احساساتو کار نه اخلي، دا زما شخصي نظر دى شايد د چا خوښ نه شي خو زه دا وايم چې خپل مشران خپله مه سپکوئ. ضرور نه ده چې ولسمشر دې د يوې قوي پالېسۍ، قوي سياست تر څنګ يو ښه دکلماتور هم اوسي.))

د يادولو وړ ده چې د سولې په لويه مشورتي جرګه کې ولسمشر غني يو نظم وويلو، چې ډېرو خلکو پرې نيوکې وکړې او وې ويل چې نظم يې په هغه ډول ونه ويلو، چې بايد ويل شوى واى.

همدا راز ځينو خلکو هغه له فرمان کسکر سره تشبيه کړ، خو پرون د فرمان کسکر يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې پکې يې ويلي و، چې اشرف غني بابا د هغه انداز خپل کړى دى او هغه په دې کار سره د خپلو مينه والو نه بخښنه غواړي.

که څه هم په پيل کې ځينو خلکو دا ويډيو خپره کړه، خو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د دې ويډيو په پراخه کچه غندنه وشوه او ډېرى هغه کسان، چې په ولسمشر غني نيوکې کوي، هم دا يې د ولسمشر غني سپکاوى وګاڼه او د دې کار غندنه يې وکړه.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …