کورپاڼه / بېلا بېل / د کورونا د مخنيوي لپاره د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک
ګرانبيه ماسک

د کورونا د مخنيوي لپاره د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک

يو چينايي ميلياردر د يو داسې ماسک د جوړولو لپاره يو شرکت ته ويلي دي، چې دا ماسک به له طلا او الماسو څخه جوړ شي چې د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک به وي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په امريکا کې مېشت يو چينايي ميلياردر د کورونا ويروس څخه د مخنيوي لپاره يو اسراييلي شرکت ته د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک جوړولو ويلي دي، په دې ماسک کې به له درې زرو څخه زيات بېلا بېل الماس لګېدلي وي او ١.٥ ميليارده امريکايي ډالر بيه به ولري.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په دې ماسک کې به د اېن ٩٩ فلټر سيسټم هم موجود وي، چې د کورونا ويروس مخنيوى کوي.

د طلا د دغه اسراييلي شرکت څښتن وايي، چې دا ماسک به په بشپړ ډول له طلا څخه جوړ شي او همدا راز ٣ زره او ٦٠٧ تور او سپين الماس به هم پکې ولګول شي.

د شرکت څښتن وايي، چې چينايي ميلياردر دوى ته د ماسک جوړولو څخه مخکې درې شرطونه ورکړي و، لومړى شرط دا و چې دا ماسک بيا د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک وي، دويم دا چې بيا د دسمبر تر ٣١مې نېټې مخکې بايد دا ماسک جوړ شي او همدا راز دريم دا چې بايد دا ماسک د اروپا او امريکا له معيار سره برابر وي.

د دغه اسراييلي شرکت څښتن همدا راز دا هم وويل، چې دا د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ماسک دى، چې ١.٥ ميليونه امريکايي ډالر بيه لري او دومره ګرانبيه ماسک له دې مخکې نه دى جوړ شوى.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په هند کې هم ځينو کسانو له طلا څخه ماسکونه جوړ کړي و، خو د هغې بيه بيا دومره ډېره نه وه. همدا راز هند کې يو کس بيا له الماسو څخه هم ماسک جوړ کړى و.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …