کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د شياومي نوى ټلويزيون، چې حېران به مو کړي
شياومي ټلويزيون ١

د شياومي نوى ټلويزيون، چې حېران به مو کړي

هسې خو شياومي د ځيرکو موبايلونو جوړولو په برخه کې ډېر مشهور دى، خو دا چينايي شرکت د ټلويزيونونو جوړولو په برخه کې هم مارکيټ کې خپل ځاى جوړوي.

د شياومي په لسمه کليزه يو نوى ځيرک موبايل مي ١٠ الټرا مارکيټ ته وړاندې شو، خو د دې تر څنګ بيا دې چينايي شرکت يو داسې ټلويزيون هم مارکيټ ته وړاندې کړى دى، چې ښايي حېرانه مو کړي.

دا ټلويزيون چې د (مي ټي وي لکس او ايل اي ډي ټرانسپيرنټ ايډيشن) نوم ورکړل شوى دى، کله چې بند شي نو بېخي د يوې عامې شيشې په ډول ښکاري. يعنې کله چې دا ټلويزيون لګېدلى نه وي، داسې به نه ښکاري چې ټلويزيون دى، بلکې داسې يوه شيشه ده چې دواړه طرفونو ته ترې هر څه ښکاري.

شياومي ټلويزيون ٢

کله چې دا ټلويزيون ولګول شي، نو عکسونه پکې داسې ښکاري لکه چې په هوا کې ګرځي او بل لوري ته به ترې هم شيان ښکاره کېږي، لږ تر لږه دغه شرکت همدا ادعا لري.

دا ټلويزيون ٥٥ انچه ټرانسپيرنټ سکرين لري او نورې ډېرې په زړه پورې اسانتياوې پکې دي.

دا شرکت ادعا لري، چې دا د نړۍ لومړنى داسې لوى ټلويزيون دى چې په ټرانسپيرنټ برخه کې جوړ شوى دى او دا ډول ټلويزيونونه خلکو مخکې يوازې په فلمونو کې ليدلي دي.

شياومي ټلويزيون ٣

دا ټلويزيون نه يوازې دا چې سکرين يې ډېر په لوړ کېفيت جوړ شوى دى او هر څه پرې ډېر ښه ليدلى شئ، بلکې په غږيزه بڼه کې هم ځانګړى کمال لري او د غږ ډېر ښه سيسټم پکې فعال شوى دى.

دا ټلويزيون به په لومړي ځل د اګست په ١٦مه نېټه په چين کې پلور ته وړاندې شي او ويل کېږي چې ښايي ٥٠ زره چينايي يوآن بيه به يې وي.

په نورو هېوادونو کې به دا ټلويزيون کله پلور ته وړاندې شي، په دې تړاو دغه شرکت تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …