کورپاڼه / کرکټ / رحمان الله ګربز: ډېر خوشحاله يم چې شپږيزه کې بيا لوبېږم
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: ډېر خوشحاله يم چې شپږيزه کې بيا لوبېږم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز وايي چې ډېر خوشحاله دى چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې يو ځل بيا لوبېږي.

نوموړي د تېرې شپږيزې ليګ د يوې لوبې ويډيو هم خپره کړې ده او له دې سره يې ليکلي دي: ((د شپږيزې ځينې يادونه، ډېر خوشحاله يم چې دې ليګ کې بيا لوبېږم.))

دغه لوبه د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه، چې بند امير ١٥٨ هدف ټاکلى و. له يادې لوبې څخه رحمان الله ګربز خپله توپوهنه خپره کړې ده.

دا د تېرې شپږيزې لومړۍ کواليفاير لوبه ده، چې د اکتوبر په ١٦مه نېټه ترسره شوې ده. بند امير د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې، چې مس عينک د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او په ٧ ويکټو يې لوبه کې بريا خپله کړه.

رحمان الله ګربز په دې لوبه کې په ٤١ توپونو ٨٠ منډې کړې وې، چې ٨ شپږيزې او ٤ څلوريزې يې هم وهلې وې. هغه د دې لوبې په بريا کې مهم رول لوبولى و او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړې وه.

د يادولو وړ ده چې سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي، چې د سپتمبر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تېره ورځ د ياد ليګ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز ځينې شرکتونو ترلاسه کړ، خو يوه لوبډله لا هم چا نه ده اخيستې. همدا راز د لوبغاړو د پېرلو يا ډرافټ مراسم هم لا نه دي ترسره شوي او ښايي د روانې اګست مياشتې په پاى کې دا مراسم هم ترسره شي، نو له هغه وروسته به معلومه شي چې رحمان الله ګربز به سږکال د کومې لوبډلې برخه وي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …