کورپاڼه / کرکټ / شپږيزه ليګ کې د ګرانبيه لوبغاړي بيه ٥٥٠ زره افغانۍ ده
شپږيزه ليګ

شپږيزه ليګ کې د ګرانبيه لوبغاړي بيه ٥٥٠ زره افغانۍ ده

د شپږيزه کرکټ ليګ چې د سپتمبر په ٦مه پيلېږي او د همدغه مياشتې تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي، پکې د لوبغاړو بيې هم معلومې شوې.

د معلوماتو له مخې، په دې ليګ کې لوبغاړي په پنځه کټګوريو کې وېشل شوي دي، چې د هرې کټګورۍ لوبغاړي ځانګړې بيې لري چې په ډرافټ کې به په هماغه بيه د لوبډلو له لوري واخيستل شي.

د کرکټ بورډ له لوري هغه فورمه، چې د لوبغاړو د نومليکنې لپاره يې خپره کړې ده، پکې د لوبغاړو لپاره پنځه کټګورۍ ورکړل شوي دي چې د هرې کټګورۍ سره د لوبغاړي بيه هم ليکل شوې ده.

لومړۍ کټګوري د ايکن لوبغاړو ده، چې په دې برخه کې به د لوبغاړي بيه ٥٥٠ زره افغانۍ وي، ايکن لوبغاړي بيا ډېر کم او هغه لوبغاړي دي چې په نړيواله کچه هم ډېر مشهور دي.

دويم بيا ډايمنډ لوبغاړي دي چې ٣٦٠ زره افغانۍ بيه لري، همدا راز ورپسې بيا د پلاټينيم لوبغاړو کټګوري ده چې ٢٠٠ زره افغانۍ بيه يې ده.

همدا راز ګولډين کټګورۍ کې بيا د يو لوبغاړي بيه ١٢٠ زره افغانۍ او په سلور کټګورۍ کې به يو لوبغاړى ٧٥ زره افغانۍ بيه ولري.

که څه هم تراوسه پورې د کرکټ بورډ له لوري دا نه دي ويل شوي چې د لوبغاړو ډرافټ مراسم به کله ترسره کېږي، خو تېره ورځ کرکټ بورډ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز پنځه بېلا بېلو شرکتونو ته ورکړ او يوه لوبډله لا هم پاتې ده چې د ملکيت امتياز يې لا هم کوم شرکت نه دى ترلاسه کړى.

د يادولو وړ ده چې ډرافټ ته يوازې هغه لوبغاړي نومليکنه کولاى شي، چې په تېرو درې کلونو کې يې د افغانستان لپاره په نړيواله لوبه کې ګډون کړى وي، د افغانستان په اې لوبډله کې يې په تېرو دوه کلونو کې ګډون کړى وي، د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډله کې يې په تېرو دوه کلونو کې ګډون کړى و، په ايمرجينګ لوبډله کې يې په تېرو دوه کلونو کې ګډون کړى و، په کورنيو سياليو کې يې لږ تر لږه پنځه ليسټ اې او شل اوريزې لوبې ترسره کړې وي او يا ورسره د ډوميسټيک سياليو قرارداد شوى وي.

خو دا هم د يادونې وړ ده چې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې په دې سياليو کې به بهرني لوبغاړي هم ګډون وکولاى شي او که نه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …