کورپاڼه / کرکټ / د اى سي سي په انځور کې د پاکستان نه شتون پاکستانيان غوسه کړي
اى سي سي انځور

د اى سي سي په انځور کې د پاکستان نه شتون پاکستانيان غوسه کړي

د کرکټ نړيوالې شورا په خپل ټويټر کې د ډيويډ وېب له لوري يو جوړ کړى خاکه يي انځور خپور کړى دى، چې د پاکستان کوم لوبغاړى پکې نشته دى او دې چارې پاکستانيان سخت غوسه کړي دي.

دا انځور د نړيوال شل اوريز جام د هېوادونو څخه جوړ شوى دى، چې اى سي سي ورته ليکلي دي چې په دې انځور کې د ډېرو هېوادونو رنګونه ليدلى شئ.

په دې انځور کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي تر ټولو لوى جوړ شوى دى او همدا راز د عکس په منځ کې هم دى، ورپسې بيا د انګلستان بين سټوکس هم تر ټولو مخکې دى او لوى عکس يې هم دى. همدا راز د سريلانکا لاسيت ملينګا او د اسټراليا مچل سټارک هم پکې ډېر واضحه ښکاري.


همدا راز په دې عکس کې د افغانستان، متحده عربي اماراتو، نېپال، نيدرلېنډز، زمبابوې، ايرلېنډ او نورو هېوادونو د لوبغاړو عکسونه هم ځاى شوي دي.

خو په دې عکس کې بيا د پاکستان د کوم لوبغاړي عکس نشته دى، چې دې کار پاکستانيان سخت غوسه کړي دي او د کرکټ نړيوالې شورا باندې يې نيوکې کړې دي.

يو شمېر پاکستانيانو د اى سي سي دې عکس ته ليکلي دي، چې د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) ټوله د بي سي سي اى (د هند کرکټ بورډ) تر کنټرول لاندې ده او هغوى چې څه غواړي هماغه په اى سي سي باندې ترسره کوي.

ډېرى پاکستانيانو بيا ډيويډ وېب، چې دا انځور يې جوړ کړى دى هم ورته يې ليکلي دي، چې په دې انځور کې يې پاکستان هېر کړى دى او د پاکستان کوم لوبغاړى پکې نشته.

ډيويډ وېب همدا راز له پاکستانيانو څخه بخښنه هم غوښتې ده او ورته يې ليکلي دي، چې د هغه هېڅ دې ته پام نه دى شوى چې د پاکستان لوبغاړى په دې انځور کې نشته.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …